ولسمشر اذربايجان ته روان شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل)

ولسمشرۍماڼۍ په يوه اعلاميه کې دولسمشر دسفر خبرورکړ،ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر اشرف غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اذربايحان پلازمېنې باکو ته روان شوی دی.

ولسمشر به هلته د باکو په نړيواله مجمع کې د ګډون ترڅنګ د نظامي ګنجوي نړيواله جايزه هم ترلاسه کړي.

ولسمشر به همداراز هلته د اذربايجان ولسمشر الهام علي اوف سره هم کتنه وکړي، او په دوه اړخيزو اړيکو به بحث وکړي.

په دغه سفر کې به دواړه هېوادونه د مخابراتي او مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې يوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې هم تفاهم ليکونه لاسليک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button