شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ولسمشره! ملکي وګړي ستا په امر وژل کېږي!!

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 13, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
اشرف غني

اشرف غني

262
ځلې شریک شوی
116
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: غورځنګ

د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو له پيل څخه راوروسته تر اوسه پورې د ملکي وګړو وژل څو چنده زیات شوي دي، دا د له دې کبله  چې که له طالبانو سره مذاکرات کامياب شي او امریکايان له هېواده ووځي نو نړيوال به دا سوله يا مذاکرات په دې نه تعبيروي چې ګواکې امریکايانو په بريالي ډول له افغانستان څخه وځي بلکې د دې معنی لري چې امريکايانو او نورو غربي هېوادونو د افغان ولس پر وړاندې ماتې وخوړه، همداشان که چېرته امریکايان ووځي نو له ولسمشر اشرف غني سره به هو به هو د ډاکټر نجيب په څېر معامله کېږي نو د دې لپاره چې ولسمشر په خپل زړه کې د ملکي خلګو د وژلو ارمان نه وي برېښی ځکه يې نو له امريکايي ځواکونو سره  اوږه په اوږه د ملکي خلکو وژلو ته ادامه ورکړې.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

همداشان ولسمشر غني دا هڅه هم کوي چې ګواکې د افغانستان جګړه به   د ملکي خلکو په بې درېغه وژلو مهار کړي، خو په دې به يې شايد سر نه وي خلاص چې تدبير يې ناکام دی او دا ځکه چې د ملکي خلکو په وژلو جګړه نوره هم تودېږي.

اوس راځو دې ته چې افغان ولسمشر نن يوه دولتي غونډه په دې خاطر رابللې چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي غورې دربې ورسره وکړي او وپلټي چې ولې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي؟ په دې ليکنه کې به مونږ هغه څه وليکو کوم چې په دې دلالت کوي چې ولسي مرګ ژوبله د ولسمشر په امر رامنځته کېږي.

ولسمشره!

که تا نننۍ غونډه په ريښتيا د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنيو په پار رابللې وي نو ولې خپلو ځانګړو ځواکونو ته د شپنيو چاپو امر کوې؟

ولې خپلو ځواکونو ته امر نه کړې چې ولسي وګړي او طالبان سره تفکيک کړي؟ خو له دې معلومېږي چې اصلاً ستا په جوړه کړای شوې اردو، ځانګړو ځواکونو، پوليسو او نورو قطعاتو کې داسې څوک نشته چې ملکي وګړي او مخالفين سره وپېژني، په اصل کې دا ستا د ادارې په ضعف دلالت کوي.

ولسمشره!!

شايد ته فکر کوې چې ګواکې د ولسي وګړو په بې درېغه وژلو به له نړيوالو څخه کوم مډال تر لاسه کړم، خو بايد سوچ وکړې او تاریخ ته نظر وکړې چې د بل تر امر لاندې د خپل ولس وژونکې څېرې د هر چا په سترګو کې اغزی وي او د هر چا ورڅخه بد راځي ان دا چې د کوم چا په امر چې ولسي وګړي او خپل ولس وژني؛ هغه هم ورته د ذلالت په نظر ګوري.

ولسمشره!!

ستا په دې ډول کړنو باندې د اډولف هټلر (جرمنی ځواکمن قومندان) خبره راپه ياد شي، چې يوه ژورنالست ورڅخه وپوښتل چې په ژوند کې تر ټولو له چا بد راځي؟

اډولف هټلر ورته وويل: چې په ژوند کې مې هغه څوک بد راڅي، کوم څوک چې له ما سره د خپل هېواد په نيولو کې مرسته وکړي او خپل ولسي وګړي په يرغلګرو ځواکونو ووژني. يا هم خپل ولس د بل د ګټو لپاره وژني.

ولسمشره!!

څه فکر کوې؟ نن چې کومه غونډه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره رابلې، دا ولسي وګړي د چا په امر وژل کېږي؟ آیا دا ستا امر نه دی؟

ولسمشره!!

د خپل ولس مدرسې د چا په امر بمبارد شوې؟ که ته وايې چې دا بمبارد مونږ نه کوو، بلکې امريکايي ځواکونه يې کوي. خو دا دې ياد دي چې له بريد وروسته چې کله ژورنالستان د امريکايي ځواکونو له وياندانو څخه پوښتنه وکړي چې ولې په افغانستان کې ملکي تلفات اړوئ؟ نو دوی ورته وايي چې مونږ هر کار د افغان دولت په غوښتنه کوو.

ولسمشره! د افغان دولت په رأس کې څوک دی؟ ايا ته د  افغان دولت ولسمشر نه يې؟

د امریکايي ځواکونو په دا ډول ادعاوو (چې هر وخت وايي چې بمبار مو د افغان دولت په غوښتنه کړی) تا کله هم سوچ کړی دی؟ کله دې هم داسې ويلي چې امریکايانو څخه د بمبارد غوښتنه کوم افغان دولت کوي؟

ولسمشره!!

دا چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا قانون شته، کله چې د کوم هېواد پوځيانو د خپل دښمن په خلاف په کومه سیمه کې عمليات کوي، پوځي مشران ورته لارښوونه کوي، چې يوازې د جګړې عاملين په نښه کړئ! بل هيچا ته هم بايد تاوان ونه رسوئ!

تا کله هم خپلو ځواکونو ته داسې لارښوونه کړې؟ يا کله چې دې ځواکونه له جګړې يا شپنيو چاپو څخه بېرته راستانه شي، دا دې ورڅخه پوښتلي چې څوک مو ووژل؟ يا مو څه لاسته راوړنې ولرلې؟

ولسمشره!!

په دې خو اوس ټول ولس پوه شوی دی چې بمبارونه، شپنۍ چاپې، وحشتونه، ظلمونه، د بې ګناه وګړو بنديانول او دې ته ورته نورې کړنې ستا او ستا د دولت د نورو مشرانو په امر تر سره کېږي. نو اوس که  ته چېرته له خپل ولس نه په ائينده انتخاباتو کې د خپلې کاميابۍ هيله لرې، نو دا به ته څنګه ارزوې؟

ايا ستا د مفکرتوب همدا پايله وه چې خپل ولس اول وژنه او بيا ورڅخه انتخابات او ټولټاکنې هم غواړه؟ ايا تا ته لاسته راوړنې او پرمختګ بولې؟ ستا دا ډول کړنې د نړۍ په کوم قانون کې شتون لري؟

لوی ټکي: امريکابمبارونهوحشتونهولسمشر غني
مخکینې مطلب

ولسمشر اذربايجان ته روان شو

بل مطلب

حامدکرزي يوځل بيا له ښکېلو اړخو داوربندغوښتنه کړې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com