د بهرنيو چارو وزير د سولې اړوند خبرو لپاره اندونيزياته رسيدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، سرپرت وزير صلاح الدين رباني د سولې اړوند خبرو لپاره پرون د اندونيزيا پلازمينې جاکارتا ته رسيدلی دی.

د سرچينې په وينا، نوموړی به په دغه سفر کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزير سره وګوري او هغه هېواد څخه به په افغان سوله کې د مرستې غوښتنه وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي وايي، تر دې مخکې هم امريکا له اندونيزيا غوښتي چې د افغانانو تر منځ په مذاکراتو کې همکاري وکړي او اندونيزيا هېواد هم د دواړو خواوو تر منځ د کوربه توب وړانديز کړی دی.

له تيرو څو مياشتو راهیسې طالبان او امريکا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د نه کارولو پرسر په مذاکراتو بوخت دي.

که څه هم امریکا او افغان حکومت طالبانو ته د مذاکراتو وړانديز کړی چې د افغانستان له اوسنۍ برحاله ادارې سره خبرې وکړي خو طالبان اوسنۍ اداره (د امریکا ګوډاګۍ) بولي په وينا يې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې اړوند غور وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button