حمدالله محب: که طالبانو سره موافقه کېږي؛ دا به ستر شرم او د طالبانو کاميابي وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)

د ولسمشر غني د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي د فاکس نيوز سره په مرکه کې طالبانو ته د ترورستانو خطاب کړی په وينا يې (که امریکا له هغه ترورستانو “طالبانو” سره موافقې ته رسيږي چې ۵۴۰۰ امریکايان يې وژلي نو دا به ستر شم او هغه یو ميليون امریکايي عسکرو ته سپکاوی وي چې په افغانستان کې يې دنده ترسره کړې ده .

محب وايي، طالبانو ته د افغان اولس واک ورکول د طالبانو برياليتوب دی زياتوي د ترورستانو “طالبانو” په وعدو باور کول سم کار نه دی.

هغه په دغه مرکه کې امریکا نه غوښتنه کړې چې له افغانستانه په مسوولانه توګه داسې مهال خپل عسکر اوباسي چې افغان عسکر جګړې ته امادګي ولري.

وړمه ورځ د طالبانو او امریکا خبرې له اوولس ورځنۍ ناستې وروسته پای ته ورسيدې چې د سرچينو په وينا په دغه ناسته کې د امريکايي ځواکونو د وتلو او د افغان خاورې څخه امریکايانو ته  د ډاډ ورکولو مسئله مطرح شوې چې ښايي په راتلونکې ناسته کې پرې موافقه وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button