پروان: د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بريد شوی دی.

راپورونه وايي، دغه برید تيره شپه د بګرام پر هوايي ډګر شوی چې د طالبانو په وينا بهرنيو ځواکونو ته پکې تلفات اوښتي دي.

تر اوسه د بريد له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان امنيتي سرچينې وايي توغندي د بهرنيو ځواکونو استوګن ځايونو ته څيرمه لګيدلي دي.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز بریدشوی. اشغالګرو ته درانه ځاني اومالي تلفات اوښتي.

بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز دی چې وخت ناوخت پرې د طالبانو له لوري د توغنديزو بريدونو تر څنګ په یاده سيمه کې بهرني عسکر د چاودنو او سرتيرو بريدونو هدف ګرځي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button