واشنګټن ټايمز: د امريکايي ځواکونو وتلو افغان چارواکي اندېښمن کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)

د واشنګټن ټايمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په يوه مطلب کې ليکي چې دغه چارې افغان چارواکي اندېښمن کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له طالبانو سره د افغانسانه د امریايي ځواکونو د وتلو پر سر  پر يوه مهالويش هوکړې ته رسيدلی دی.

د سرچينې په وينا، خليلزاد اسوشټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهالويش هوکړه شوې چې له امريکايي چارواکو سره به شريکه شي.

په مطلب کې راغلي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو افغان چارواکي اندېښمن کړي دي.

پرون د ولسمشر غني سلاکار حمدالله محب او یو شمير نورو چارواکو په دغه مسئله اندېښنه څرګنده کړې په وينا يې د افغانسان سوله افغانانو پورې اړه لري او له دې پرته سوله افغان حکومت ته د منلو وړ نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امريکا د پنځم پړاو خبرو وروسته زلمي خليلزاد وويل، افغانستان کې د جګړې ختمولو په برخه د مهمو مسائلو حل کولو ته نږدې شوي (دا چې افغان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کېږي، د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه د پام وړ پرمختګ شوی).

دغه راز طالب وياند ذبیح الله مجاهد هم ويلي، چې د دواړو مسائلو په اړه پرمختګ شوی، دواړه خواوې د خپلو مشرانو سره دغه مسائل شريکوي او له هغې وروسته به بله ناسته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button