برازيل: وسله وال بريد کې نهه تنه وژل شوي؛ لس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳)

د راپورونو له مخې، د برازيل په يوه ښوونځي کې د وسله وال برید په ترڅ کې يوويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد د ښوونځي د دوو زده کوونکو له خوا د برازيل د پاولو ښار ته څيرمه په يوه ښوونځي کې شوی دی.

چارواکي وايي، دوو مخ پټو زده کوونکو چې په وسلو، چړو او تبرونو سمبال و په ښوونځي کې په زده کوونکو او کارکوونکو بريد کړی چې په ترڅ کې يې نهه زده کوونکي او د ښوونځي دوه کارکوونکي وژل شوي، لس تنه نور ټپيان دي.

د دغه بريد وروسته دواړو بريدګرو هم ځانونه وژلي دي.

چارواکي وايي، تر اوسه د بريد هدف نه دی معلوم خو په اړه يې څيړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button