کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل):
کابل کې د يوناما دفتر په يوه اعلاميه کې د بلخ امنيتي حالت ترينګلی بللی ، پر روان وضعيت يې جدي انديښنه ښودلې ،ژر تر ژره يې د ډزبنديز او د خبرو اترو له لارې د ستونزې د هواريدو غوښتنه کړې.
بل خوافغانستان کې د امريکا سفير بلخ کې د وروستۍ لانجې په تړاو ،له ښکيلو غاړو غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ختمه او ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
هغه په خپله ټويترپاڼه ليکلي په شخصي مسايلو د امريکا لخوا د ورکړل شويو تجهيزاتو کارول، د امريکا قربانيو ته سپکاوی دی ،اوهر هغه افغان چې خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو لوړې ګڼي هم د دوی قربانيو ته سپکاوی کوي اوهم دسولې روانې هڅې زيانمنوي.


















