بادغيس: د مرغاب د جګړې تازه حال
نيويارک ټايمز: بادغيس کې د جګړې تر ټولو زيات شمیر عسکر طالبانو اسيران کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۷)
د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، په وروستيو کې د بادغيس ولايت مرغاب ولسوالۍ کې تر ټولو لوی شمير عسکر دي چې طالبانو په جګړه کې نيولي دي.
د ورځپاڼې په وينا، د تيرې شنبې په ورځ پنځوس تنه عسکر طالبانو ته تسليم شوي و او شاوخوا سل تنه نور ترکمنستان ته تښتيدلي و خو د هغه هيواد چارواکو له خوا خپلې خاورې ته ورته د داخليدو اجازه ورنه کړل شوه چې بيرته په شاه راغلل او د طالبانو لاسته ورغلل.
سرچينه زياتوي، ترکمنستان طالبانو ته ويلي چې عسکر به تاسې ته درکړو او وسلې به یې حکومت ته وسپارو خو طالبانو ورته ويلي چې عسکر حکومت ته ورکړۍ او وسلې يې مونږ ته وسپارئ.
له بله پلوه د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي هم مني چې د سل په شاوخوا کې سرحدي ځواکونه د يوې پريکړې له مخې ترکمنستان سرحد ته رسيدلي او له دو ورځو وروسته د هغه هيواد چارواکو سره اړيکې نيول شوي چې یاد سرتيري بيرته د تور غونډۍ له لارې افغانستان ته ورکړي.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بيګ بيا وايي، ترکمنستان خپلې خاورې ته د سلو په شاوخوا کې د عسکرو د داخليدو مخه نيولې او افغان خاوره کې ورته طالبان په کمين کې ناست دي.
سيمې ته نږدې خبري سرچينې وايي، دغه جګړه له تيرو دولس ورځو راهيسې روانه ده چې تر دې دمه پکې تر سلو زیات دولتي عسکر وژل شوي دي.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي، د مرغاب په جګړه کې لسګونه عسکر وژل شوي، دوه اويا تنه طالبانو له خپلو وسلو سره نيولي، ځينې نورې ترکمنستان ته تښتيدلي زياتوي طالبانو ته په دغه جګړه کې هيڅ تلفات نه دي اوښتي.
نوموړي څو شيبې مخکې په يوه تازه ټويټ کې وويل، چې د مرغاب ولسوالۍ د موریچاق سیمه کې د تښتیدلو عسکرو 66 میله سپکه اودرنه وسله نوره هم داسلامي امارت د مجاهدینو لاس ته ورغله.


