امریکایي نوموتې سندر غاړې اسلام قبول کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل)
د امريکا مشهوره سندرغاړې ديلامايلز په ترکيه کې د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه.
ديلامايلز د ترکيې پلازمينې استانبول ته د کنسرت په موخه ورغلې وه چې په نوي زيلاند کې په جوماتونو خونړيو بريدونو پرې اغيز کړی و او مسلمانه شوې ده.
اغلې مايلز ويلي دي چې له تيرو پنځو مياشتو راهيسې يې د اسلام د دين په اړه مطالعې او څېړنې پيل کړې وې؛ خو په نوي زيلاند کې په جوماتونو بريدونو دې ته وهڅوله چې بايد خپله مسلماني اعلان کړي.
په خواله رسنيو کې د نوموړې هغه پيغام هم خپور شوی دی چې پکې د اسلام د راوړلو په حالت کې ښودل کيږي او د شهادت کلمه وايي.
هغې د اسلام له راوړلو څخه وروسته د ترکيې د فاتح سلطان احمد خان جومات ته هم لاړه او هلته يې په خپلو خبرو کې وويل چې اسلام د امن او سلامتۍ دين دی او په نوي زيلاند کې يې په جوماتونو وحشيانه بريدونه وغندل.
ديلامايلز ويلي چې په اسلام له مشرف کېدو وروسته د ډېرې خوښۍ او ارامۍ احساس کوي، چې الله تعالی ورباندې لوی انعام وکړ چې د اسلام د مقدس دین په نعمت يې ونازوله او زياته کړې يې ده چې دا یې د ژوند تر ټولو خوږې شيبې دي.
ديلا مايلز د امريکا له مشهورو سندر غاړو څخه ګڼل کېدله چې د امريکا له مشهورو سندرغاړو مايکل جکسن او ويتني هوسټن سره يې هم په ډېرو کنسرتونو کې په ګډه سندرې ويلي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم يو شمير مشهور لويديځ سندرغاړي او نور خلک د اسلام له مطالعې وروسته په اسلام مشرف شوي دي.



