هلمند: د طالبانو په زندان بمبار کې د عسکرو په شمول لسګونه بنديان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۹)
د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان بمباري شوې چې د ځايي سرچينو او طالبانو په وينا د عسکرو په شمول لسګونه بنديان پکې وژل شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه بمباري نن د يوولس بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط شرافت سيمه کې پر يوه زندان شوې ده.
د احمدي په وينا، په دغه زندان کې د دولتي عسکرو، پوليسو په شمول په ګڼ شمير کې په جنايي بنديان هم ساتل کيدل زياتوي “په دغه زندان کې یو شمیر د کابل ادارې نیول شوي عسکر او پولیس او ګڼ شمیر هغه جنايي بندیان ساتل کیدل چې د مخدره موادو د استعمال او پلور، غلاوو او نورو جرمونو په تور نیول شوي وو او دوسې يې تر څيړنو لاندې وې”.
نوموړی وايي، د زندان زياته برخه ويجاړه شوې او د عسکرو په شمول شاوخوا ۶۰ تنه بنديان وژل شوي په وينا يې د دغه زندان درې طالب ساتونکي هم وژل شوي دي.
تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې هم د ګډو هوايي ځواکونو الوتکو له خوا د طالبانو پر زندانونو ورته ډول بريدونه شوي چې تر ډيره پکې د طالبانو له خوا د دولت نيول شوي عسکر او په جنايي جرمونو ککړ کسان وژل شوي دي.



