يونيسيف وايي: د کرکټ افغان لوبغاړی راشدخان يې افغانستان کې سفير ټاکلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۹)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره يونيسيف وايي، د کرکټ افغان لوبغاړی راشد خان يې په افغانستان کې د ښه نيت سفير ټاکلی دی.

د يونيسيف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شل کلن لوبغاړی راشد خان يې په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعليم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغيو له منځه وړلو په برخه کې له يونيسيف سره مرسته کوي.

راشد خان د يونيسيف دغه اقدام د ځان لپاره وياړ بللی زياتوي :” تل مي غوښتل چې د روغتيا، زده کړې او تغذيې په مسايلو کې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې ښکېل اوسم او يونيسف راته دا ښه زمينه مساعده کړه، زه دې کار ته لېواله يم او هيله لرم چې د ښې راتلونکې لپاره يو بدلون راولوو.”

په افغانستان کې د يونيسيف استازی ادېل خضر هيله مندي ښودلې په وينا يې د راشد خان هلې ځلې به د افغان ماشومانو لپاره اغېزناکې تمامې شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان تر دې مخکې هم له يونيسيف سره د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کړی او دغه راز نوموړي تير کال په افغانستان کې د “راشد خان خيريه بنسټ” په نوم ټولنه جوړه کړه چې له افغان ماشومانو سره د ښوونځيو په تګ او نورو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button