کرزي دطالبانو له لوري دسرتیرو ازادېدل ستایلي

کابل ټکی کام(چهارشنبه،۲۹کب، ۱۳۹۷ل)

دبادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ۵۸ سرتيرو د خوشي کيدو غبرګون کېکرزي د طالبانو دغه ګام ستايلی او له حکومت یې د ورته اقدام غوښتنه کړې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په مرغاب کې د ۵۸ افغان سرتيرو ،د آزاديديدو په اړه د طالبانو دغه عمل په هېواد کې د سولې د تأمین لپاره نېک اقدام بللی او هرکلی یې ترې کړی. حامد کرزي په يوه اعلاميه کې ،د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې په هېواد کې د جنګ د ختمولو، د سرتاسري سولې د تأمین او د افغانستان د خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د لا ټینګښت لپاره له بند څخه د طالبانو د بندیانو په آزادولو سره خپل حسن نیت څرګند،او د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي

‫یادونه باید وکړو چې طالبانو په بار بار دولتي ځواکونه وروسته له تضمین څخه ازاد کړي، چې دپخوانیو چارواکو ترڅنګ دعامو هېواد والو له لوري هم داعمل ستایل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button