د ټاکنو کميسيون په دوهم ځل د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو اعلان وکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل)

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د راتلونکي لمريز کال د حمل د مياشتې په ۲۱ مه نېټه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي خو بيا دا نيټه تغير شوه او د ټاکنو کميسيون ويلي وو چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي کال په سرطان مياشت کې ترسره شي.

تازه د ټاکنو خپلواک کميسون د ولسمشريزو ټاکنو د بيا ځنډېدو خبر ورکړی دی او ويلي يې دي چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د تلې يا ميزان په شپږمه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرې حوا علم نورستاني نن د ټاکنو د ځنډېدو د اعلان پر مهال وويل چې ټاکنې يې ځکه ځنډولې دي چې په دې پروسه کې شفافيت رامنځته شي او له نوم ليکنې پاتې رايه ورکوونکي نوم ليکنه وکړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له پروسې څخه چې د ګڼ شمير درغليو او فسادونو راپورونه ورکړل شول؛ حکومت د ټاکنو کميسيون ټول غړي له دندو لرې کړل او په ځای يې نوي وګمارل.

ټاکل شوې ده د افغانستان له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځای د ولايتي شورا ګانو او د غزني ولايت پارلماني ټاکنې هم ترسره شي.

بل لور ته د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو له طالبانو سره د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه يوې موافقې ته ورسيږي.

وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې ښايي له طالبانو سره د امريکا د مذاکراتو په ترڅ کې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې لغوه شي او يا هم په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته شي خو په دې اړه تراوسه کومه قطعي پريکړه نه ده شوې.

تر اوسه هم داسې باورونه نشته چې د ولسمشريزو ټاکنو په تازه ټاکل شوې نېټه به ټاکنې ترسره شي او که بيا به د کوم ځنډ او خنډ ښکار شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button