کابل ټکی کام (شنبه، ۳وری،۱۳۹۸ل)
داروزګان دخلکو استازی عبیدالله بارکزی نن دکندهار ولایت ترټولوباامنه سیمه زرغون زون کې دپټ مخو وسلوالو له لوري ووژل شو،محترم بارکزی وتلی شخص، اودټلویزوني بحثونو پېژندل شوې څېره وه.
نوموړی ترډیره دبهرنیو ځواکونوله حضور،اوپه عاموهېوادوالو دړندوبمباریو سرسخت مخالف وو.
همېش به یې دسولې سوالونه، اودسولې په ارمان اوښکې تویولې!
داچې نوموړی په دغسې محفوظ اوباامن ځای کې ووژل شو، مسئول یې څوک دي؟
دکابل ټکي کام همکار دسوشل میډیا مشهورو لیکوالانو، اوفعالانو اکاونټونه کتلي.
دکابل بوهنتون استاد اودسولې غوشتونکي فعال مبارزفیض محمدځلاند په خپله فیس بک پانه په جلا،جلا پوسټونو کې لیکلي.
(۱)امر الله ناصالح د عبیدالله بارکزي صیب د ترور مسول څوک دی؟
د سولې دښمن، د وطن دښمن!
(۲)عبیدالله بارکزي صیب د سولې تر ټولو ځواکمن غږ او د ملي وحشت حکومت سر سخت مخالف و.
د داسې غږ خف کیدل، د سولې د دښمن کار دی!
دسولې غوښتونکی فعال مبارز اولیکوال خیرالله شینواري دبارکزي صیب دقتل په اړه صراحتاً حکومت تورن کړی اولیکلي یې دي.
(۱)د بارکزي صيب تر شهادته!
هغه چا چې د ابوظبهۍ د شهزاده په تړاو يوې ناتائيد شوې خبرې ته سلامي کړېده او د مذاکره کوونکو طالبانو د وژلو پيشنهاد يې مشروع بللی او د ځان لطرفه يې د شهزاده ناڅرګند اقدام يوه ميړانه بللې، آيا دوی به د عبيدالله بارکزي په شان سوله پلوي مشرانو او سياسيونو ته ددې فرصت ورکړي چې د دوه ځامنو د قربانۍ باوجود هم دلته طالب ته خپل ورور ووايي او سوله ددې مملکت او ولس لومړيتوب وګڼي؟؟
#لږسوچپکار_دی
اللهﷻ دې بارکزي صيب ته لوړ درجات اعطا او افغانانو ته دې دده د کورنۍ او نورو ټولو قربانيو په بدل کې د خپلواکۍ او سوکالۍ ژوند ورنصيب کړي.


















