اتلس کاله بایلونکې جګړه

ليکوال: امرالله عمران

امریکا د افغانستان جگړه د القاعدې د ځپلو په نامه پیل کړه.

دلته یې بې شمېره افغانان د ترهګر، القاعده، طالب….. ترنامه لاندې، بې سرفې خالي لاس افغانان ووژل، کورونه، جُماتونه او  مدرسې، یې بمبار کړي، سپاره په لاس معصومو ماشومانو يې هم سرفه ونه کړه، د واده مراسم او جنازي يې بمبار کړي.

بلاخره امریکا د خپل ټول طاقت سره دجګړې د اصولو خلاف خپل وحشت ته دوام ورکړ.

 نه طالبان کمزوري شول، نه د دوی په اصطلاح «ترهگر» له منځه یووړل شول او بلاخره هر څه سرچپه روان دي.

امریکا تېر کال ادعا کوله چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې په افغانستان کې یو ټرېلیون ډالر لگولي؛ خو لا هم له نیمايي ډېر افغانان د غربت تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي، بې کاري اوج ته رسېدلې، زرگونه افغانان اروپا ته کډوال شوي، ښوونیز نظام مو ورځ تر بلې راټیټېږي، افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد له مخې پنځم هېواد دی، او د حکومت ډول مو په نړۍ کې بې جوړې دی.

 یوازې د امریکا پوځ په تېر میلادي کال د دوی د راپور په حواله په افغانستان کې پوره ۷۳۶۲ هوايي بریدونه کړي، د دې معلوماتو پر بنسټ هره میاشت تر ۶۱۳ بمونه چې د ورځې په حساب تر شلو ډېر هغه پر افغان خاوره غورځول شوي دي. چې دا شمېره اوس نوره هم لوړه شوې

چې دې هوايي بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او نور بمي بریدونه شامل دي . د دومره وحشت باوجود بلأخره نه امریکا په خپلو ژمنو کې بریالۍ شوه، نه افغان حکومت خپلې ژمنې پوره کړې .

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جگړه تر ټولو اوږده جگړه بلل شوې، چې د نړۍ له نیمايي ډېرو هېوادونو یې ملاتړ کړی و او خپل ځواکونه یې د امریکایانو مرستې ته راستولي وو،امریکا له یوداسې قوم سره واوښتله چې له دې وړاندې یې هم دلویو لویو امپراتوریو تجربه لرله ….

دنړۍ روزل شوی فوځ، دقوي ټکنالوژۍ په شتون کې بیا هم ورځ تربلې دناکامۍ په لوري روان دی .

 امریکا په نظامي لارو کې ترخپله وسه هڅه وکړه آن څو ځلې یې جګړه کرايي جنګیالیو( بلکواټر ) ته ورکړه، خوبیا هم بریالي نشول ، د نومبر په 14 مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “هیډرناوئرټ“ ویلي وو(( زمونږ مقاماتو مخکې هم وړاندوینه کړې وه چې دا جګړه له نظامي لارو ګټونکې نه ده، نو ځکه مو ټول امکانات پر لار اچولي څو د طالبانو سره مخامخ جوړجاړي ته زمینه برابره کړو.ناوئرټ ویلي؛ زمونږ مخالفین “طالبان“ د زور له لارې نه ماتیږي ، نو معقوله ده چې د مذاکراتو لار خپله کړو او په همدې موخه زلمي خلیلزاد خپلې ټولې هڅې پیل کړې څو دې خونړۍ جګړې ته یوه حل لاره ولټوي))

هغه څوک چې دوی توریستان او ترهګربلل هغه دبوش خبره به له چا هېره شي چې ویل یې ما په یو هیواد کې تورورستانو ته دپناه ځاې پرېنښوده هماغه افغانان چې پرون له ملکه وشړل شول، نظام یې ونړول شو ، ووژل شول، زندانونه پرې ډک شول، هماغو وهم وهلو افغانانو د یوه لوی طاقت سره دخپلو سرونو په بدل کې جګړې ته ادامه ورکړه.

د يوناما د شمېرو له مخې، په( ۲۰۱۷ ) کال کې او له هغې راوروسته په افغانستان کې په مجموعي توګه (۸۴۲۴۶) ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو لخوا مرګ ژوبله اوښتې.

ددې بې درېغه بمبار او وژلو باوجود یې بیا هم مقاومت وکړ چې

د سرچینې له قوله یوازې په تېر کال کې ۳۸۷ بهرني عسکر وژل شوي او ۲۱۶ نور يې ټپيان شوي، چې دا تلفات د دوی په ولس کې نورهم د دولت په خلاف کرکه او مخالفت راپاروي نو ځکه په افغانستان کې د امریکا د جګړې پای ته رسول په دغه هېواد کې د سیاسي رهبرانو لپاره یو قوي ټاکنیز شعار ګڼل کېږي.

له اوباما وروسته ډونالډ ټرمپ که څه هم له ولسمشر کېدو لږه موده ورسته یې د تېرو تګلارو په شان یې یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ. دا هغه څه و چې پر ډونالډ ټرمپ د امریکایي پوځي چارواکو له لوري ومنل شول او د څه مودې په تېرېدو یې پایله دا شوه چې خپله امریکايي جنرالانو په افغانستان کې د روانې جګړې بن‌بست ومانه او پر دې اقرار شول چې روانه جګړه له پوځي لارې نه شي ګټلی.

نو د سولې لاره یې ونیوله او دخپل دوښمن ټولوغوښتنو ته یې غاړه کېښوده، دا هرڅه داسې محال کیږی چې امریکا دخپلې ماتې لپاره د وړو پوزه ږدي او هغه هم د خپل دښمن په لاس!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button