ليکوال: غورځنګ
د افغانستان روانه جګړه چې امریکا تقريباً بلکل په ناحقه له افغان ولس سره پيل کړې ده، مطلق اشغال دی او که چېرې د دې اشغال په وړاندې کوم څوک د ټلوېزيون، راډيو، ورځپاڼو او يا نورو ټولنيزو رسنيو له لارې مبارزه پيل او خپل غږ تر نورو ورسوي نو په بيا بې چاره د غرب د ملګرو او يارانو لخوا په مرموز او پټ ډول وژل کېږي.
چې يو له هغوی څخه نن ورځ د عبيدالله بارکزي په نوم د اروزګان ولسي استازی وو چې نن د خپلو هغو خبرو له امله د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل چې په رسنيو کې به يې وخت ناوخته د اشغال پر وړاندې کولې، اشغال ته به يې بد ويل او د اشغال تائيد کوونکي به يې هر وخت رټل، خو نن د کندهار په تر ټولو محفوظه او دولتي ساحه کې په مرموز او پټ ډول ووژل شو.
که څه هم د رسنيو کاروونکو ته تر ټولو ښه معلومه ده چې نوموړی چا ووژاه؟ او دا ډول کړنې او مرموزې وژنې څوک تر سره کوي؟ خو نن به په دې ليکنه تحقيق وکړو چې دا ډول وژنې څوک کوي؟ ولې رامنځته کېږي؟ او هدف ورڅخه څه دی؟
دا چې امريکا په افغانستان باندې خپل بې رحمانه يرغل تر سره کړی دی نو طبعاً امريکا او غرب له اوله همدا عادت لري چې هر هغه څوک چې د دوی د يرغل پر وړاندې خوله چوله کړي په يوه نه، يوه شکل يې له منځه وړي چې د امريکا دا ډول کړنې نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې عامې دي. او ټول مسلمانان ورڅخه خبر دي.
دغه ډول وژنې ځکه رامنځته کېږي چې يرغلګر غواړي ، هر کله چې دوی په يرغمل شوي هېواد کې هر څه کول غواړي او کوي يې نو چا ته د څه ويلو او خولې چوله کولو حق نه ورکوي مګر که کوم څوک د حق ويلو غږ پورته کړي او جرأت وکړي نو هغه د غرب او د دوی د ملګرو له خوا له تهديد، بندي کېدلو او ان له وژلو سره مخ کېږي چې ښه مثال يې ننی وژل شوی با احساسه شخص عبيدا الله بارکزی دی. دا ډول مرموزې وژنې د دې لپاره تر سره کېږي چې له دې پرته د امريکا ګټې په پردي هېواد کې نه تأمنېږي او امريکا له دا ډول وژنو پرته نشي کولی خپلو پلانونو ته د عمل جامه ورواغوندي نو ځکه يې امريکا ته وژل مهم دي.
دا ډول وژنې لکه څنګه چې مخکې هم وويل شول چې يا خو نېغ په نېغه د امريکايانو لخوا وژل کېږي او يا هم د امريکايانو په اشاره او امر وژل کېږي، نو هدف يې هم نېغ په نېغه امريکايانو ته په ګټه تمامېږي، يعنې امريکايان له دې ډول وژنو څخه دا هدف لري چې د دوی پر وړاندې د يرغل غږ ورک شي، يرغل ته يرغل ونه ويل شي او د يرغلګرو ټولو ناروا کړنو ته روا او نېک نظر وشي تر څو يرغلګر په سيمه کې د دې ډول وژنو پواسطه پراته خنډونه له منځه يوسي.
نو په ځغرده ويلای شو چې دا ډول اشخاص چې ريښتينې سولې او روغې جوړې ته کار کوي، نېغ په نېغه د امريکايانو لخوا او يا هم د دوی په اشاره وژل کېږی او له دې وژنو څخه هدف دا وي چې يرغلګر په خپلو موخو کې کامياب شي او د يرغل راز يې افشا نه شي.
نن چې مرحوم عبيدالله بارکزی د اروزګان د ولس استازی په مرموز ډول وژل شوی دی، دا په دې چې د سولې ريښتينی کارکن وو ځکه يې نو غرب او د هغوی ملګرو له منځه وړل اړين وبلل.
















