کندز: پنټاګان د طالبانو بريد کې د وژل شويو امریکايي عسکرو هويت په ډاګه کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۴)

د امريکا دفاع وزارت “پنټاګان” په کندز کې د طالبانو په بريد کې د وژل شويو امريکايي عسکرو هويت په ډاګه کړ.

پنټاګان رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په ياده جګړه کې د کندز په جګړه کې ۳۳ کلن ويل ډي لينډسي او ۲۹کلن جوزف پي کوليټ لومړی ټپيان شوي و او وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

خبر زياتوي، لينډسي د يوه دلګي مشري په غاړه لرله چې په ۲۰۰۴ کال کې په پوځ کې دنده پيل کړې وه او په ۲۰۱۶م کې د ځانګړو ځواکونو له زده کړو يې فراغت ترلاسه کړی و.

دغه راز دوهم امريکايي پوځي جوزف پي کوليټ چې په ياده جګړه کې وژل شوی په ۲۰۱۰م کال کې په پوځ کې داخل شوی او افغانستان ته په لومړي ځل راتګ ووژل شو.

امريکايي پوځي چارواکو د وژل شويو عسکرو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

وړمه ورځ طالب وياند ذبیح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې په کندز کې طالبانو په عملیاتو عسکرو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې پنځه تنه امریکايي او ديارلس کوماندويي عسکر وژل شوي او اتلس تنه نور ګډ ځواکونه ټپيان شوي دي.

له تيرو څو ورځو راهيسې افغان او بهرنيو ځواکونو د کندز مرکز تلاوکه سيمه کې عملیات پيل کړي چې د کندز د والي وياند صفی الله اميري وايي، په دغه عملیاتو کې څوارلس تنه ملکيان چې ښځې او ماشومان دي هم وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button