غزني- ننګرهار: په عملياتو او بمبار کې مدرسه او مسجد ويجاړ شوي؛ ګڼ شمير ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۴)
د ګډو ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې په دوام تيره شپه يو ځل بيا په عملياتو او بمبار کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه عمليات د ننګرهار ولايت په بهسودو او د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې د بهرنيو او دولتي ځواکونو له خوا ترسره شوي چې د راپورونو له مخې پنځلس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر زياتوي، د بهسودو ولسوالۍ په کڅ سيمه کې ګډو ځواکونو کورونه پلټلي، دروازې يې ماتې کړي او د څلورو ملکي وګړو د وژل کيدو تر څنګ دوه تنه وژل شوي او څلور نور عملیاتو عسکرو له ځان سره وړي دي.
په يوه بل خبر کې ويل شوي چې ګډو ځواکونو د زنخان ولسوالۍ په ګوګير او فقير کلا سيمو کې د عامو خلکو د کورونو د پلټلو سربيره په ياده سيمه کې یوه مدرسه او مسجد بمبار کړي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه بمبار کې د مدرسې شپږ زده کوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د غزني امنيتي سرچينې په ياده سيمه کې د ګډو ځواکونو عملیات تاييدوي خو په وينا يې چې تر دا مهاله په یادو عملياتو کې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري.
طالبانو هم په يادو سيمو کې د ګډو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو وژل کيدو خبر ورکړی او دا يې د (امريکايي اشغالګرو او د هغوی د غلامانو) جنایت بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم د کندز په تلاوکه سيمه کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ديارلس ملکي وګړي ووژل شول.
په افغانستان کې امریکايي ځواکونو او د کندز د والي وياند عصمت مرادي په کندز کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکيانو وژل منلي دي.
په وروستيو کې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د بهرنيو او دولتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې تر ډيره ملکي وګړي په نښه کيږي خو لا هم مسؤولو جهتونو د دغه لړۍ د بنديدو په اړه جدي اقدام نه دی کړی.



