کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): پکتیا ولایت نه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د دغه ولایت مرکز ګردېز كې تېره شپه د يو غلچکي بريد له کبله يو تن پوليس وژل شوی او بل مرګونه ژوبل شوی.
د پکتیا ولایت د امنيه قوماندانۍ سرپرست محمد زمان خان وايي، دوه تنه موټر سايکل سپرو د ګردېز ښار منځ کې دوه پوليس په نښه کړل، چې يو يې وژل شوی او بل ټپي دی.
د نوموړي په وينا، بريد د ګردېز ښار په داخل کې د خوست پله ته څېرمه امنيتي پوسته باندې شوی او بريد كوونكي له سیمې روغ وتلي دي.
بلې خوا بیا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بريد د دوی ملګرو کړی او درې پوليس يې وژلي او ملګري يې روغ رمټ خپلو مرکزونو ته ستانه شوي .
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په پکتيا کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي، چې مرګ ژوبلې هم لري، تېره ورځ د سیمې یو شمېر ولسي خلکو د حکومت له امنیتي ځواکونو هم شکایتونه ولایتي شورای غړوته رسولي دي .
سلیم بریال


















