له هلمند ولایت څخه په تازه رارسیدلي راپور کې ویل شوي دي چې د ګرشک ولسوالۍ د سنګین دورايي سیمې په پوستو او د سنګین په قمندانۍ، طالبانو برید کړی چې په لسګونه عسکر مړه او ټپیان شوي دي.
برید هغه مهال پیل شو چې د دولتي عسکرو یو کاروان د سنګین ولسوالۍ ته داخل شوی وو.
له سیمې څخه زمونږ همکار خبر راکوي، په برید کې ۷ شوبلې، ۳ رېنجر ډاډسن، یوه کرولا ، یوه سراچه موټر او لس موټرسایکل سوزول شوي دي.
جګړې څلور ساعته دوام کړی چې په نتيجه کې له ۸۰ کسانو څخه زیات دولتي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یوه سیمه ييز وګړي «محمد داوود» زمونږ همکار ته وویلي دي، چې برید د طالبانو له لوري پيل شو او په ډیره بيړه یې د دولتي عسکرو څخه پوستې او د قمندانۍ ودانۍ ونیوله او ټولې شوبلې یې د اور په لمبو کې پټې کړې، چې تقریباً « دده له قوله» ټول دولتي عسکر یې ووژل.
په هلمند کې دولتي مقاماتو د برید پخلی کړی دی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې ناخبري وښودله.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف هم تراوسه پورې د برید په اړه څه ندي ویلي.


















