کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): څو شیبې وړاندې د هېواد مختلف ولایتونه نسبتا یوې سختې زلزلې ولړزول .
د زلزلې سخت ټکانونه ځانګړي ډول په ختيځو ولایتونو ننګرهار، کنړ، لغمان، او نوریستان دغه راز کابل کې احساس شوي دي .
دا زلزله دلته هېواد کې پر ځايي وخت شاوخوا یوه نیمه بجه ټکانونه احساس شوي دي .
زلزله چې نسبتا زوروره وه، د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۹ ښود شوې، او د دغې کچې زلزله له ځان سره زیانونه هم لري خو تر دې دمه د کومې مرګ ژوبلې او زیانونو راپور ونه نه دي ورکړل شوي او نه د زلزلې مرکز په اړه کومې ادارې معلومات ورکړي .
سلیم بریال


















