اسرائیلو دحماس ډلې سنګرونه بمبارکړي

کابل ټکی کام (یک شنبه،۴وری،۱۳۹۸ ل)

د اسرائیلو پوځ وايي، دا بمباري وروسته له هغه وشوه چې فلسطیني اعتراض کوونکو د سرحدي دېوال له سره دې هېواد ته چادوېدونکې وسیلې ګوزار کړې.

د اسرائیل پوځ تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې ځینې دا وسیلې وچاودېدلي او له دې سره هوايي ځواک د غزې په جنوبي برخه کې د حماس د څار پر دوو مرکزونو بمباري وکړه.

د دې بمبارۍ په نتیجه کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې په غزه کې د روغتیا وزارت نن د هغه فلسطیني مړینه اعلان کړه چې مخکې د اسرائیلي سرتېرو سره په ډزو ټپي شوی و.

دوه فلسطینیان د جمعې په ورځ هم په سرحد کې په دوو جلا نښتو کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button