دلاور سیلاب (د پوهنتون استاد)
د نخاسۍ په نړیوال بازار کې نن سبا ، د کساد وهلو او کوټه پېسو په څېر ، د ځینو لویدیځ پالو دارزښت شاخص ، د زیاتې بې ثباتۍ له امله ، په خورا چټکۍ سره ، ښکته او پورته کيږي. یوڅه خو یې حذف شول ، او ځینې نور یې هم د ناچله کېدلو په درشل کې دي . هیښوونکي ده ، (جان ماما) خپل کار وکړ او یتیمان یې د نورو بېرحمو ځولۍ ته واچول . هغوی هم دغه لویدیځ پال یتیمان ، د هیواد د برخلیک ټاکونکو او روانو تودو جریاناتو څخه لیرې وساتل ، په دې اړه خو دوی هم له شرمه څه د پام وړه غبرګون ونه ښود ، لیکن بادارته یې پکار وه چې لږ تر لږه خو یې ددوی د مخ اوبه ساتلې وای ، که قطر ته یې نه ورغوښتلی ، نو لږ تر لږه د هرې ناستې په پای کې خو یې باید یو څه جزئیات ورسره شریکولی ، آخر دوی هم ( که ملت ته نه وي ) نو رسنیو ته خو مسؤول ګڼل کېږي ، ځکه نو له ناچارې ورځې ، دوی هم د نورو په څېر د مذاکراتو جریان د بي بي سي ، د خلیلزاد له ټویټره ، او یا هم داسې نورو عامو او جمعي رسنیو له لارې تعقیبوي ، البته د وطن او ملت برخلیک ته نه بلکه خپل سرنوشت ته په اندیښنه کې دي ، هسې نه خدای مه کړه ؟! ( لکه څنګه چې په مذاکراتي جریان کې ورسره وشول ، یوځل بیا) دوی د خلیلزاد او طالبانو په پښو کې په ګولونو کې شوټ او بای پاس شي، سوله راشي ، مؤقت حکومت تشکېل شي ، او بالآخره د پرونیو کمونستي بقایاو په رسم ، دوی هم د نورو رحم او کرم ته پریښودل شي چې له تیښتې او یاهم له محاکمې پرته به بیا بل بدیل ونه لري .
وایي یو مهال موږکان دپیشو له ظلمه تنګ شول ، نو د کابلي حکومت په څېر یې اضطراري پارلماني غونډه راوبلله ، ترڅو ددې ستونزې حل لاره ولټوي ، دا په داسې حال کې وه ، چې دوی له ګیدړې سره امنیتي تړون هم لاسلیک کړی وو ، د اوږد بحث وروسته بالآخره پریکړه وشوه چې د پیشو په غاړه کې باید زنګ ( کړنګېار) ځوړند شي ، که کله هم هغه راښکاره کېږي دوی ټول به د پیشو د غاړې د زنګ آواز اوري ، او په چټکۍ سره به هر یو خپلې خپلې سوړې ته ننوځي ، په دې ډول به د تل لپاره د پیشو له شره خلاص شي . یاده پریکړه یو مشر ملک موږک په دې علت سره ویټو کړه چې : حل لاره خو ډیره ښه ده ، خو دا زنګ به په مونږ او تاسو کې کوم د نر ځوی د پیشو په غاړه کې ځوړندوي؟
حمد الله محب کړه چې دا زنګ خو به زه د امریکا په غاړه کې ورځوړند کړم ، البته د ګیلې ، ځارۍ او شکایت په بڼه،
ځکه نو یې دبادار په کور کې یوه ملکوتي چیغه ووهله : باداره !!! د خدای پار دې رحم وکړه! دا څه روان دي ؟ مه مو شړه او شرموه !؟ تر هر چا مو زیات خدمت کړې ،او کوو یې .څومره ملکې وګړی چې وژنی، ویې وژنه ! څومره ورانۍ او تباهۍ چې دې زړه وي کوه یې ، مونږ کله هم څه ویلي ؟، نو اوس خو دادی زمونږ حیثیت او شخصیت تر پوښتنې لاندې دی ، خلیلزاد به ولې د راتلونکې موقتې ادارې سرپرست ټاکل کېږی؟ که همداسې وشول هغه خو به بیا ولسمشر نه بلکې ستاسو د وایسرای په څېر وي .
ګران لوستونکي دې قضاوت وکړي که خلیلزاد دده په اند – په داسې حال کې چې که له جان کېري څخه یې رتبه اوچته نه وي نو تیټّه هم نه ده ، بلکې نوموړی خو دده د بادارانو په ردیف کې قرار لري – وایسرای شي نو د جان کېري د لاس کېنول شوي مهرې به بیا څه نوم او دنده ولري ؟
له فهم او فراست عاري او نا تجربه کارې مهرې په دې نه پوهیږي ، چې دا ډول توضیحات پر دې حقیقت بربنډ اعتراف دی ، چې دوی غلامان دي ، دعزل او نصب چارې یې بل څوک اداره کوي ، په دی ډول یې دوست او دښمن ته دځان په اړه د غلامۍ سند ورکړ ، بالمقابل امریکایي بادار یې پرې بیا په خپل کور کې د یاد هیوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال (ډېوېډ هالي ) په واسطه – ډ ټولو نړیوالو قوانینو په ماتولو سره – د خپلو توضیحاتو د ورکولو په جرم ـ سره له دې چې نوموړی یو میلمه وو ، او دیپلوماتیک مصؤونیت یې هم درلود – د یو غلام په ډول احضار کړ.
د نړیوال قانون ترمخه د ملي امنیت د سلاکار په حیث حمدالله محب حق درلود ، چې د خپل هېواد په اړه دغه راز توضیحات ورکړي ، خو نه په داسې ‘ ناډیپلوماټيکه’ لهجه کومه چې نوموړي د خپلې سیاسي تجربې د نشتوالي له امله وکاروله ، بله دا نوموړي داحق هم درلود ترڅو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت احضار یې رد کړی وای. د میزبان د ټینګار په صورت کې یې باید دا چاره خپل سفارت ته پریښې وای ، ترڅو یې امریکا اونورې نړۍ ته ښودلې وای چې افغانستان یو مستقل هېواد دې.ځکه که کوم هېواد غواړي چې د بل هیواد له چارواکو سره روابط ټینګ کړي باید د سفیر یا بهرنیو چارو وزارت له لارې دا پروسه ترسره کړي.
البته دې اشتباه یو بل جبران هم درلود ، او هغه دا چې د کابل ادارې ، باید د خپل حیثیت او لویدلي پت د اعادې په موخه د امریکا سفیر احضار کړې وای او له هغه یې په دې باب وضاحت غوښتې وای.
خو څه به یې کړي واي ، بیچاره ( محب) ، نوموړی خو د میزبان د یوې مستعمرې له یوه مزدور او مریي پرته بل کوم حیثیت نه درلود ، له دې امله ، نوموړې له هیڅ راز دیپلوماتیک مصؤونیت برخمن نه شمیرل کیده ، میلمه پالنه خو یې لاپرځای پریږده ، ځکه بادار خپل مریې ته هیڅکله هم د میلمه په نظر نه ګوري . په دې کار سره محب صاحب نه یواځې خپل ځان بلکې د مزدورې ادارې یوه لپکۍ غلامه ډلګۍ هم سرتیټې کړه ، البته ددوي داسې شرموونکي حرکات د افغان ملت غرور تر پو ښتنی لاندې نه شي راوستلې ، ځکه داسی اجیرې مهرې دننه او بهر د افغانانو استاذیتوب نه شي کولای ، خو سړې به څه ووايي ، دې مظلومانو ته دومره پته هم نه شته چې غلام ته هیڅکله هم له مال او متاع زیات ارزښت نه ورکول کيږي ، د میلمه پالنې او دیپلوماتیک مصؤونیت حقوق ورکول خو لا پر ځای پریږده ، بیا هم که دوي د خپل امریکايي بادار په وفا لوړه او سوګند کړې وي نو بده به نه وي ، که د هغه د پخوانیو غلامانو ( لکه د ایران رضا شاه پهلوي او د نیکاراګواه (تاسیسیو) ) له انجام څخه ځانونه خبر کړي چې هغوی مظلومان په څومره بې رحمۍ سره له دې فاني نړۍ نیمګړې نیمه خوا کوچ وکړ ، چې اوس په خپلو ملتونو کې د غرور څلي نه بلکې د شرم ګړنګونه ګڼل کېږي.

















