کابل ټکی کام (یک شنبه،۴وری،۱۳۹۸ ل)
دتېرو کلونو پشان دطالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون دې کال بیا د هېواد په سړو سیمو کې د ۱۳۹۸ تعلیمي کال د پیل اعلان کړی دی.
په همدې مناسبت د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي:
《داچې د پسرلي موسم په راتلو سره د ټول هېواد په سرد سیره(سړو) سیمو کې نوی تعلیمي کال پيلیږي د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون هم له دې فرصت نه په استفادې غواړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړي، چې نوی تعلیمي کال به لکه په نظامي او سیاسي برخو کې چې د اسلامي امارت لپاره له بریاوو ډک وو، د ښوونې او روزنې په ډګر کې به هم د بې ساري پرمختګ او لاسته راوړنو کال وي ان شاءالله او مونږ ورته بشپړ چمتووالی لرو.》
یادونه بیا وکړو چې طالبان دتعلیم اوتربیې په برخه کې خورا فعال دي،له مختلفو لارو چارو څخه په استفادي دځوان کهول داعلی تعلیم غوښتونکي دي، دبیلګې په ډول؛ هرکال دشاګردانوترمینځ دښه محنت،اوتشویق په خاطر په مختلفو مضامینوکې دمسابقې،اوتقسیم انعامات پروګرامونه برابروي، دکتونکو په باور دغه اقدام ډیرمأثر تمام شوی، ولې چې ماشومان یوبل سره دمسابقې په نیت دخپلو درسونو په زده کولوکې خورا کوشش کوي.


















