فارياب: د شيرين تګاب امنيه قومندان د ټپونو له امله ساه ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۵)

راپورونه وايي، د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ امنيه قومندان د سخټو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د فارياب امنيې قومندانۍ وياند کريم يورش پرون رسنيو ته قومندان امير حمزه ټپي کيدل تاييد کړي و.

پر قومندان امير حمزه د تګاب ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو په وسله وال بريد کې ټپي شوی و.

طالب وياند قاري یوسف احمدي د قومندان امير حمزه وژل کيدل تاييد کړي په وينا يې نوموړي په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button