(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۵)
په غزني ولايت کې يو شمير ميرمنې وايي، چې په دولتي ادارو کې ترې د دندې په بدل کې د ناجايزو اړيکو غوښتنې شوي.
د زينب احمد په نوم يوې ميرمنې ويلي، څه موده يې د دغه ولايت په راډيوتلويزيون کې بې تنخوا کار کړی خو زياتوي ځينو دفترونو ته د دندې لپاره ورغلم خو هلته راڅخه د ناجايزو اړيکو ساتلو غوښتنې وشوې.
هغه وايي، له دې کبله ښځې په دفترونو کې کار نه شي کولی او دا مهال ډيری ميرمنې بې کاره دي.
دغه راز په غزني کې يوه بله مدني فعاله مژده نوري هم ورته ډول څرګندونې لري چې په وينا يې په ځينو دولتي او شخصي دفترونو کې ورته ويل شوي که غوښتنې يې پوره او اړيکې ورسره وساتي نو بې امتحانه به په دنده وګمارل شي.
د دغه ولايت د ښځينه خبريالانو ټولنې مشره خديجه روحاني هم مني په وينا يې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې د ښځو ستونزې زياتيږي زياتوي (ښځې يې له کار کولو زړه تورې کړي دي).
په دولتي ادارو کې د فساد ډيری راپورونه ورکول شوي خو وخت ناوخت له ځينو ولايتونو څخه ورته ډول راپورونه هم ورکول کيږي چې له ميرمنو د کار په بدل کې د ناجايزو اړيکو ساتلو غوښتنې شوي دي.

















