(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۶)
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د افغانستان شخړه یوازې د مؤقت حکومت د رامنځته کيدو له لارې حل کيدلای شي.
نوموړی وايي، که افغانستان کې مؤقت حکومت جوړ شي ښايي طالبان هم بيا دغه حکومت سره د سولې خبرو ته اماده شي.
خان ويلي، له طالب استازو سره يې ليدنه ځکه ونه شوه چې افغان حکومت پرې نيوکې وکړې.
دغه راز نوموړي ويلي، د پاکستان امن د افغانستان له امن سره تړلی که افغان خاوره کې امن وي پاکستان به هم په امن وي زياتوي امریکا هم دا منلې چې د پاکستان له مرستې پرته افغانستان کې امن نه شي راتلای.
طالبانو او امريکا د افغانستان شخړې د هواري او له هيواده د امريکايي عسکرو د وتلو تر څنګ په بيلابيلو اړخونو خبرې کړي چې ټاکل شوې راتلونکې پړاو خبرې په اپريل مياشت کې ترسره شي.
تر دې مخکې ويل کيدل چې ښايي په افغانستان کې يو مؤقت حکومت رامنځته شي خو دواړو خواوو دغه راپورونه رد کړي دي.

















