کابل ټکی کام(دوشنبه،۵وری،۱۳۹۸ ل)
په ارګ کې د ناټو د غړیو هېوادونو د استازیو غونډه له دې امله لغوه شوه، چې لوړپوړو امریکايي استازو پکې د حمدالله محب د ګډون په خاطر له ګډونه انکار وکړ.
طلوعنیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې دا ناسته پرون «دوشنبه، ۵وری» کېدله، خو امریکايي استازیو قلمونه او کاغذونه پر مېز پرېښودل او له ناستې ووتل.
د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو له وروستۍ ناستې وروسته د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امریکا کې پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړ، چې په لوی لاس حکومت ګوښی کوي او «شخصي ګټې» پالي.
پر خلیلزاد تور د دې علت شو، چې ښاغلی محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار شو او څو ورځې وروسته رویټرز د ځينو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې دوی به له دې وروسته له نوموړي سره هیڅ ډول اړیکي ونه پالي.
د شنونکو په باور حمدالله محب د بهرنیو اړیکو په برخه کې هسې ډيپلوماټيکه ژبه نه لري چې باید درلودلی.
د دوی په وینا محب یوازې په ارګ کې د محدودې کړۍ ګټې په پام کې نیسي او حتی نړۍلید يې د همدې ګټو پر اساس را څرخي.
د امنیت شورا ویاند په ارګ کې د تېرې ورځې له ټول جریانه بې خبري ښيي.
شنونکي دارګ اوامریکایي چارواکو اختلاف پخوانی بولي، خوددوی په باوردحمدالله محب ناکامه پالیسي ددې سبب شوه چې له دغه اختلاف پرده پورته کړي.

















