لیکنه: عبد الله احمدي
عمران خان غواړي په دې چټي، بې ځایه او له عقل وفکر څخه لیرې څرګندونو سره د خلکو توجه ځانته جلب کړي ځکه د طالبانو او امریکایانو تر منځ مذاکراتو کې بیخي له صحنې ایستل شوی دی.
او یا هم غواړي د سولې په روانه پروسه کې د ده په نظر په دې نامناسبو اقداماتو سره خنډونه ایجاد کړي.
پاکستان کاملاً په دې کې منزوي او د سالون د باندې له خبرو ناخبره پاتې شو، ځکه دوی غوښتل چې دا پروسه د ځان په ګټه را وڅرخوي او ځان پکې مهم طرف جوړ کړي خو هغسې ونشو.
د سولې روانه پروسه هغه ډول چې پاکستان پکې د رول او مشرۍ دعوه کړې وه پر مخ نه ولاړه او دوی هم لکه نور هېوادونه هغو بندو دروازو شاته ودرېدل د کومو منځ کې چې یوازې امریکا او طالبان د افغان امریکا جګړې په پای مخامخ خبرې کوي.
پاکستان بیخي زیات کوششونه او هڅې وکړې چې د امریکا او طالبانو مذاکرات د دوی په کوربه توب تر سره شي، خو بیا هم و نه توانېدل.
دوی لومړی کوښښ وکړ چې اسلام اباد باید د سولې کوربه وي. طالبانو یې غوښتنه رد کړه. بیا یې وړاندیز وکړ چې سعودي به کوربه وي. طالبانو یې وړاندیز رد کړ.
بیا یې بل اپشن ورکړ چې امارات به کوربه وي او پاکستان + امارات به د طالبانو او امریکا د مذاکراتو تر منځ غړي یا ناظرین وي. طالبانو د اماراتو له ناستې وروسته د دې اپشن له تداوم نه هم انکار وکړ او بالایې دا هم وویل چې ستونزه د طالبانو او امریکا تر منځ ده نو له دې وروسته اړتیا نشته چی نور هېوادونه د مذاکراتو غړي او یا هم ناظرین و اوسي.
دا چې پاکستان د دغو اهدافو ترلاسه کولو لپاره څومره فشارونه وکارول دا ټول د تېرو میاشتو خبري سر ټکي وو او اوس یې ټول وینو چې فشارونه بې پایلې وو.(شفیع اعظم)
پاکستان اوس په دغه بېهوده ویناوو غواړي له یوې خوا د نړۍ پام ځان ته راجلب کړي چې ګویا پاکستان هم د سولې قوي با خبره لوبغاړی دی او امتیاز اخیستلو لپاره د باور ماتونې له لارې هماغه د خپل فشار اچولو کوښښونه په بل تکتیک کوي.
خو دوی ځکه په کار اچول شوي ګېم کې ناکامه دي چې د مذاکراتو مهم اړخ چې طالبان دي هغوی اوس او پخوا په ځلونو واره د مؤقت حکومت خبره رد کړې او ویلي یې دي چې دوی لومړی له بهرنیانو سره د افغانستان په خارجي بعد خبره خلاصوي او کوي یې د مؤقت حکومت خبره هغه د افغانانو داخلي مسائل دي چې خپله افغانان به پرته له خارجیانو پرې بحث کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې څوک د دوی پر داخلي مسائلو کې لاسوهنه وکړي.
همدا راز مؤقت حکومت ستونزې کموي نه بلکې تر دې یې هم ډېروي او زیاتوي یې ځکه افغانانو د مؤقت حکومت تجربه کړې چې ښې پایلې یې نه دي درلودلې نو نه غواړي چې یو ځل بیا دا ترخه تېروتنه تکرار کړي، د طالبانو قیام په لومړي سر کې د همدې مؤقت حکومت په نوم د خائنانو، غلو او قاتلانو څخه د افغانستان خاوره خلاصول وو چې افغانان یې د روسانو وتلو وروسته له یو بل ناورین سره مخ کړي ؤ، بلکې په تېر کې د مؤقت حکومت جوړښت کورنیو جګړو او د قدرت پر سر نزاع او جنګونه ته لار هواره کړه، چې بالاخره په نتیجه کې یې افغانان له داسې حالت سره مخ کړل چې چا یې تصور هم نه کاوه د مؤقت حکومت په شتون کې هېواد کې ګډوډي، قتلونه، غلا او اختطاف تر اندازې زیات شو نو دا ځل دا ترخه او ناکامه تجربه نه تکراروو.
دا رنګه د افغانستان په سیاسي فضاء واکمنه اداره باید له پاکستان څخه د دا وړ غیر مسؤلانه څرګندونو اړونده جدي پوښتنه وکړي چې ولې او په کوم دلیل د افغانستان په کورنیو مسائلو کې بار بار بربنډه لاسه وهنه کوئ؟
او هم دې د غندنو او د غبرګونونو پر ځای عملا اقدام وکړي.
سفارت دې یې بند کړي سفیر دې یې پسې واخلي او خپل سفارت دې اسلام اباد کې وتړي او سفیر دې هېواد ته راوغواړي او هم دې ټولې ډیپلوماټیکي اړیکې ور سره قطع کړي که ریښتیا هم د دوی د خولې او زړه خبره یوه وي او یا هم د خپلې ارادې خاوندان وي!؟
د عمران خان له څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې پاکستان څومره په تکلیف دی او په ټول توان کوشش کوي چې د سولې روانه پروسه کې خنډونه ایجاد کړي او په شکل د اشکالو دا پروسه سبوتاژ کړي.

















