(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۷)
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې د افغان سولې په تړاو د دغه وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليزاد د افغانستان په ګډون اوو هيوادونو ته د سفر کولو خبر ورکړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد دغه سفر د مارچ له پنځه ويشتمې پيل او د اپريل مياشتې تر لسمې به دوام وکړي.
نوموړی په دغه سفر کې افغانستان، برتانيې، بلجيم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته سفرونه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د خلیلزاد د سفرونو هدف دا دی چې د افغان سولې لپاره اسانتياوې برابرې او د افغان مشرانو سره به د طالبانو او امريکا راتلونکي پړاو خبرو لپاره سلا مشورې کوي، هغوی ته به د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي او دې ته به يې وهڅوي څو یو ټول شموله افغان ټيم برابر کړي.
خليلزاد تر دې مخکې طالبانو سره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو او دا چې افغان خاوره به د نورو هيوادونو پرضد نه کارول کيږي پنځه ځلې خبرې کړي دي.
د امریکا بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې خليلزاد به بيا له طالبانو سره کله خبرې پيلوي خو نوموړی په دغه سفر کې په قطر کې له طالب استازو سره هم ويني چې د شنونکو په باور ښايي دغه ناسته کې دواړه لوري یوې پريکړې ته ورسيږي.

















