یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

نیویارک‌ ټایمز: د ګوانتانامو د بندیانو او امریکا مخامخ خبرې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 28, 2019
کټګوریانې: خبرونه
0
قطر ميشتي طالب مشران

قطر ميشتي طالب مشران

111
ځلې شریک شوی
138
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ورځني سیاسي نوټونه (۳۶۶) – واحد فقيري

کله چې په ۲۰۰۱ کې متحده ایالاتو افغانستان اشغال کړ، حتی هغه طالبان چې تسلیم هم شول، د هغوی سره هم د تروریساتو په څېر چلن وشو. اکثره يې بندیان شول. په سرونو يې تورې کڅوړې ور واغوستل شوې، او د ګوانتانامو محبس ته واستول سول.

دا هم ولولئ

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نیویارک ټایمز د مارچ پر ۲۶ لیکي مګر نن سبا د ګوانتانامو د زندان پنځه پخواني طالب بندیان په قطر کي د سولي په مذاکراتو کي برخه لري. د امریکايي مرکه چیانو په مقابل کي ناست وي، او د امریکايي عسکرو د خروج په باره کي بحث کوي. ملا خیر الله خیر خواه وايي،«کله چي موږ په ګوانتانامو کي وو، موږ دا باور لاره چي هلته غیر عادلانه وړل سوي یو، او موږ به یو ورځ خامخا آزادېږو. خو دا مي هیڅکله په دماغ کي نه راګرځېدله چي یوه ورځ به زه د امریکایانو سره د خبرو پر مېز ناست یم.»

نیویارک ټایمز لیکي همدې طالب مشرانو ۱۳ کاله د ګوانتانامو په محبس کي بند کاټ‌ کړی دی. د قطر په خبرو کي، عموما طالب استازو کله نا کله احساساتي ویناوي کولې، او د امریکايي قواو پر وتلو يې ټینګار کاوه. د همدې خبرو په جریان کي، همدا پنځه تنه طالب مشران زیات احساساتي نه ول.

اخبار لیکي پدې بندیان کي ملا فاضل مظلوم په بد او ظالم شهرت مشهور وو. په ګوانتانامو کي ملا مظلوم په خپله دفاعیه کي ویلي ول،«په تېرو ۲۵ کالو کي، د افغانستان په هر کلي، ښار، ولایت، او قوم کي کور په کور جنګ وو. که چیري تاسي فکر کوي چي دا یو جنایت دی، نو بیا هر افغان باید بندي سي، او دلته راوستل سي.» ملا مظلوم ویلي ول،«ما هیڅکله د نوي حکومت پرخلاف جنګ نه دی کړی، ما هیڅکله د امریکا پر ضد جنګ نه دی کړی.»

د ګوانتانامو سوابق او ریکاډ‌ ښيي چي ملا خیر الله خیر خواه به په جېل کي غالمغال کاوه. وخت نا وخت به يې د ډوډۍ خوړولو څخه انکار کاوه. هم يې د ځان وژولو کوښښ کاوه، او هم يې نور بندیان خود کشي ته هڅول. خو ملا خیر خواه وايي،«ما ته يې د ډوډۍ خوړولو لپاره کاچوغه نه راکوله، او نه يې هم نورو قیدیانو ته ورکوله. کله چي ما له هغوی څخه د سبب پوښتنه وکړه، هغوی راته وویل چي ته غواړې ځان ووژنې، او نور هم خود کشي ته هڅوې.»

نیویارک‌ ټایمز لیکي اکثره طالب بندیان تر تسلیمېدو راوروسته ګوانتانامو ته واستول سول. ځینو يې حتی د نوي حکومت سره همکاري کوله، خو بیا هم امریکایانو بندیان کړل. ملا خیر خواه خپل کلي ته ولاړ، او د حامد کرزي سره يې تماس ټینګ کړ، خو هغه د اسامه بن لادن په همکارۍ تورن سو. ملا خیر خواه دا تور ردوي. ملا مظلوم په شمال کي جنرال دوستم ته تسلیم سو،‌ خو دوستم هغه او ځیني نور ملګري يې امریکایانو ته تسلیم کړل، او په زرهاوو نور يې قتل کړل.

د قطر په مذاکراتو کي، امریکايي قومندان جنرال میلر هم برخه اخیستې وه. د دې مذاکراتو د ځینو ګډونوالو په حواله، جنرال میلر طالب مشرانو ته وویلي ول چي د جنګیالو په حیث احترام ورته لري، خو دا جنګ باید ختم سي.

دغه راز، جنرال میلر د داعش سره پر ګډ جنګ باندي ټینګار کړی وو. هغه ویلي ول،«موږ کولای سو چي د یو بل پر ضد جنګ ته دوام ورکړو،‌او یو بل ووژنو. خو موږ دا هم کولای سو چي په ګډه د داعش وژولو ته ملا وتړو.»

ملا خیر خواه وايي که څه هم دا ځل دواړه طرفونه نهايي موافقې ته سره و نه رسېدل، خو دواړه خواوي ګډي ګټي لري، او هغه د جنګ ختمول دي. هغه علاوه کړه،«دا یو اوږد جنګ دی. ډېر زیات تخریب او مرګ ژوبله په کښې سوې ده. څه چي ما ته امید راکوي هغه دا چي دواړه ټیمونه د دې مسلې سره جدي برخورد کوي. پر هري موضوع باندي خبري جدي وي،‌ او همدا ما هیلمن کوي چي موږ به یوه لاره پیدا کړو. خو پدې شرط چي وران کاران او سبوتاژ کاران لیري وساتل سي.»

مخکینې مطلب

ای د اردو عسکرو،  لږ راته غوږ شئ!

بل مطلب

عاجل: طالبانو د زابل سيوري ولسوالۍ ونيوله

ځانګړي مطالب

افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com