عاجل: طالبانو د زابل سيوري ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۸)

طالبانو تيره شپه د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ پراخ بريد کړی چې د راپورونو له مخې دغه ولسوالۍ يې نيولې ده.

ځايي سرچينې وايي، یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلې او په جګړه کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې  ويلي، چې د زابل سيوري ولسوالۍ يې د پراخو وسله والو بريدونو په ترڅ کې د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د احمدي په وينا، په جګړه کې عسکرو ته درانه تلفات اوښتي او په زياته اندازه مهمات طالبانو نيولي دي.

د پيښې په اړه نور جزيات وروسته…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button