لیکنه او شننه : امین وردګ
اصل کې خو الله ښه پوهیږي چې د دوحې راتلونکې (بین الافغاني) ناسته به څه ډول وي او څه به پکې پېښ شي؟ مګر موږ یوازې تخمیني تحلیل او احتمالي ارزونه کوو.
زما په آند خو کېدای شي چې په راتلونکې ناسته کې به د لاندې احتمالي واقعاتو شاهدان شو:
۱- په ناسته کې به د طالبانو استازي بریمن او په ځانونو واکمن او ګروهمن ښکاري؛ هر خارجي او داخلي ګډونوال به هڅه کوي چې په پټه توګه ورسره وګوري او ځينې داخلي کسان خو به کېدای شي چې مخفیانه بیعتونه هم ورسره وکړي.
۲- هلته به د ((ملي یووالي حکومت)) تر نوم لاندېپه رسمي توګه هېچاته هم د ګډون اجازه ورنکړل شي.
۳- د طالبانو استازي به په هېڅ صورت کې له تندې لهجې کار وانخلي، ولو که هر څومره سپکې سپورې هم واوري.
۳ – ځینې دولتي کسان به په دغې ناسته کې ګډون وکړي؛ مګر یوازې د افرادو په توګه، نه د حکومتي استازو یا نمائندګانو ! او د دوی کوښښ به دا وي چې؛ د ناستې نظم خراب کړي او خبرې د لفظي شخړو تر حدودو و رسووي تر څو د دوی اوسنی اقتدار له منځه پکې لاړ نشي او موقف ته یې زیان و نه رسیږي.
۴- کېدای شي چې لومړی خو ښځو ته بلکل د ګډون اجازه ورنکړل شي خو که بیا هم پکې ورګډې شوې؛ نو طالب استازي به یې په غوښتنو هېڅ غوږ و نه ګروي.
۵- دغې ناستې ته به رنګارنګ خلک ورشي او دا هم امکان لري چې د اصلاحي کسانو شمېر به بیخي لږ وي، خو بیا به هم خبرې د همغوی په وړاندیزونو او طرحو راڅرخي ان شاءالله.
۶- امریکایان به یوازې دومره وکړي چې ځینو دولتي کسانو ته به (په غیر رسمي توګه) هلته د ګډون کولو موقع برابره کړي، نور به یې پاملرنه او زهني تمرکز ټول د طالب استازو په طرحو او غوښتنو باندي وي ځکه چې دوی کوښښ کوي تر څو خپل رنګ واړوي! او هم یې اوس یقین دا دی چې د افغانستان اصلي مالکان طالبان دي او هم پدې پوه شوي چې اولس له طالب سره دی نه له کابل حکومت سره؛ ځکه چې د کابل حکومت بې رحمه ګذارونه (په ولسي وګړوباندې) تر هر چا اوس امریکایانو ته ښه معلوم دي ځکه چې دولت غوښتنه کوي او امریکایي ډرون یا جیټ ګذارونه.
۶ – هغه دولتي کسان چې دغې غونډې ته د عادي افغانانو په توګه ورځي؛ یا به هره پرېکړه په څوړو سرونو مني (که څه هم چې د دوی د توقع خلاف به وي) او یا به له ناستې څخه مرور را وزي او هر څه به پرېږدي.
۷- جمهوري نظام او آزاد انتخابات به طالبان و نه مني.
۸- په خواشینۍ سره دا خبره کوم چې: لومړی خو ممکن ناسته بې پايلې پای ته و رسیږي، مګر که الله رحم وکړ او موافقه پکې وشوه، نو هغه به داسې وي: امریکا به خپله بریا په دې بهانه اعلان کړي چې؛ د القاعدې جرړې یې و ایستې، رهبر یې ورته وواژه او له افغانستان څخه یې (د طالبانو د تضمین به بنا) د تل لپاره و ایسته مګر طالبانو ته به ووایي چې؛ امریکایان له دې ها خوا ستاسو ((اسلامي امارت)) په رسمیت پېژني مانا دا چې: نور مو خپل کار کوئ او موږ درنه ځو.
۹ – دا هم امکان لري چې په موقت حکومت سره سلا شي! مګر داسې حکومت چې واګې به یې له طالبانو سره وي او یا به د طالبانو په خوښه د ولس ریښتینو مشرانو او علماوو ته سپارل کيږي .
۱۰- دا هم کېدای شي چې طالبان د موقت حکومت پر ځای سر له واره د یوه محکم او پایدار اسلامي نظام په طرحه کار پیل کړي او ټولو هغو کسانو ته د ګډون بلنه ورکړي چې؛ لاسونه یې د ولس په وینو نه وي سره شوي.
۱۱- خو تر ټولو سخته به یې بیا دا وي چې حکومت به ارګ نه پريږدي او طالبان یې مرګ ، امریکا به د وتلو نیت وتړي او طالبان به له دریو لوریو په کابل ښار هجوم راوړي او دا به په داسې حال کې وي چې دغه حرکت (یعنې اسلامي امارت) به بیا له هوایي بمبارونو څخه وېره هم نه لري ځکه چې امریکا به په رسمیت پېژندلی وي.
خو رب دې دا آخري ځکه نه پېښوي چې الله مکړه کابل او نور ښارونه به بیا وران – وران شي او بیا یې نو جوړولای هم نشو.
دا به نه درته وایم چې امریکایان وزي نه! او کوښښ کوي چې په یو نه یو ډول دلته نظامي حضور ولري او که نه وي اقتصادي، کلتوري او یا سیاسي نفوذ خو به یې خامخا وي.
بیا هم وایم چې امریکایان د یومخ وتلو تکل نه لري والله اعلم. ۷/۱/۱۳۹۸
















