ښايي دوه اوونيو کې د افغان سولې په تړاو بله غونډه جوړه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۸)

د راپورونو له مخې، ښايي په راتلونکو دوه اوونيو کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ په قطر هيواد کې بله ناسته ترسره شي.

د دغه غونډې د چمتووالي لپاره د قطر د بهرنيو چارو وزارت پلاوی افغانستان ته تللی او یو شمير سياستوالو او حکومتي چارواکو سره يې کتلي دي.

پرون د ګډ حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله وويل، د قطر له خوا یو استازی راغلی او د يوه انسټيټيوټ له خوا ځينې افغانانو ته بلنه ورکوي چې هلته په ناسته کې ګډون وکړي.

د قطر د دغه پلاوي مشري د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی مطلق بن ماد القحطاني کوي او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي په شمول له ځينو افغان سياستوالو سره يې کتلي دي.

څو ورځې مخکې د سولې عالي شورا ويلي و چې په ياده ناسته کې افغان حکومت یا دغه شورا ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

طالبان د افغانستان اوسنی واکمن حکومت د امریکا ګوډاګی بولي وايي، له هغوی سره خبرې ګټه نه لري.

تردې مخکې د فبرورۍ په مياشت کې هم د افغان سياستوالو، سياسي ګوندونو استازو او طالبانو تر منځ ورته ډول ناسته ترسره شوې وه چې طالبانو پکې د راتلونکي افغانستان په اړه خپل موقف اعلان کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button