(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۸)
د رويټرز خبري اژانس ته ځينو امریکايي او افغان چارواکو ويلي، چې اشرف غني د سولې خبرو څخه په ليرې ساتل کېدو غوصه دی او د سولې زيارونو د ټکني کولو هڅې کوي.
يوه افغان چارواکي رويټرز ته ويلي، غني د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې اړوند خبرې د خپل ځان سپکاوی او د طالبانو د غوښتنو په وړاندې د امریکا تسليمي ګڼي.
دغه امریکايي او افغان چارواکو رويټرز ته د خپلو نومونو نه څرګندولو په شرط ويلي، چې اشرف غني د انتقالي حکومت له رامنځته کيدو څخه ځکه په ويره کې دی چې واک به يې له لاسه ووځي.
په ظاهره د واشنګټن او ګډ حکومت اړيکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د اشرف غني د ادارې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په زلمي خليلزاد نيوکې وکړې.
امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو او دا چې افغان خاوره به د نورو هيوادونو پر ضد نه کارول کيږي خبرې روانې کړي.
ښايي د دواړو لوريو تر منځ راتلونکي پړاو خبرې په نږدې دوو اوونيو کې يوځل بيا ترسره شي چې امکان ولري یوې موافقې ته سره ورسيږي.
د طالبانو او امریکا پنځه ترمنځ په خبرو کې د اشرف غني حکومت ته يو ځلې هم بلنه نه ده ورکړل شوې.

















