څارنوال حشمت عبيدي
په روان موټر یا کوټه کې سګرټ وهل
له خولې یا له پښو مردار بوی تلل
هر وخت شا ته لمن نښتل
د شپې مهال د موټر تېز چراغونه لگول
د مجلس اداب نه مراعتول
تیلیفون کې په زوره غږېدل
د بل خبره پرې کول او دا ويل چې ستا خبره دې په ګل بدله وي
ماشومان وهل
پلار ته ويل چې ته نه پوهېږې
له قصده د تليفون نه ځوابول
خپل ښه یا بد نظر تحمیلول
پور او امانت پخپل وخت نه سپارل
کور ته سبزي قدرې نه راوړل او خپله بازار کې پَلَوونه او غوښې وهل
چاپلوسي کول
کور کې کتابونو ته المارۍ نه درلودل
ډېر شوم او یا تر اندازې ډېر تشریفاتي
ډېر قسمونه خوړل
له بل څخه خوړل خو سره له وسه پر بل نه خوړل
په پیسو او موقف غره کېدل او له کبله يې له خپل دوست او خپلوانو پردي کېدل
په جیب کې د قلم او مسواک پر ځای سګرټ ګرځول
په مرورتیا کې د بل رازونه ويل
نه پخپله خوړل او نه پر نورو
وس لرل خو قرض نه لنډول
بې سلوکه ډوډۍ خوړل
په اعتبار کې وهل کول
په خپل ناموس خپه کیږي او د نورو په ناموس پسې ګرځي
نصوار له توشک لاندې منډل او گوتې په بالښت پاکول
په مجلس کې تناسلي آلې ته لاس وراچول
پر عیاشیو لګول خو پر کتاب پیسې نه لګول
د مجلس نزاکت نه مراعتول
د مېلمه کېدو پر مهال د فرمايشي خوراک غوښتل
اولاد ته کنځلې او جنگ ورښودل
تر ښېګڼو دوستي کول
د چا زړه او اعتبار ماتول

















