لیکنه :قاري خالد وزیروال
ځینې خلک ضد کې راشي او ضد یې بیا دې حد ته ورسوي چې له اسلامه هم تېر شي هغه کړنې ترسره کړي چې نه یې عقل مني او نه یې شریعت ، داسې ډېر خلک به مو لیدلي وي او ورسره به غږیدلي یاست د بحث پر دوران یې داسې څه له خولې اوځي چې هیڅ د توجیه وړ نه وي او ځینې په جګړو کې بیا بیخي افراط کوي او وړاندې ځي .
دې کې خو شک نشته چې دا جنګ د اسلام او صلیب جنګ دی، ددې جګړې په پیل کې بش ویلي وو چې دا جګړه د اسلام او صلیب جګړه ده یاله اسلام سره ودریږئ او یا له صلیب سره خو تر اوسه ځینو عسکرو دا خبره سمه نه وه درک کړې، ځینو یې د پیسو لپاره او ځینو د تربګنۍ لپاره دطالب خلاف مقاومت پیل کړی ؤ خو ځينې په حقیقت کې بیا دیموکراسۍ لپاره داسلام په خلاف جنګېدل او لاهم جنګیږي .
لاندې انځور کې وینئ چې څو عسکرو په جومات تر برید وروسته د جومات داخل ته له بوټانو سره تللي فاتحانه مسکاوې ، افتخارانه سټایل کې ، نظامي فوزیشن کې سپینه ټوټه په لاس د ویاړ انځور اخلي ، که څه هم دغه سپینه ټوټه د طالب بیرغ نه دی ، دادې فقط په جومات دبرید پلمه جوړه کړې.
عسکره! ته خبر یې ته دچا کور کې ولاړ یې؟ او د چا د کور د نیولو د ویاړ سندرې وایې؟ ته خبر یې چې قادر لایزال ذات په کور کې څومره په مغرورانه انداز انځور اخلې، ته همدومره زورور یې؟ ؟؟
دابه نه وایم چې ته د علماؤ په نزد کافر ګرځېږې ځکه دا دشعائرالله بې عزتي او بې حرمتي ده خو دا به درته ووایم که مسلمان نه یې ګیله درځینې نه کوم او که د مسلمانۍ دعوه کوې نو ته څنګه مسلمان یې چې ځان د خپل خدای د کور فاتح بولې.
خو عسکره تا اوس درک کړه چې اصلا د اشغال په خلاف تمام مقاومت له همدې ځای نه کنترولیږي، همدا محراب همدا ممبر او همدا ملا دی چې مسلمانانو ته د کفارو په خلاف د مقاومت چیغې وهي.
عسکره نن تا د بوش په قول عمل وکړو او نن دې په حقیقت کې د اسلام سره دوښمني پیل کړه، عملا خو دې د صلیب لاره نیولې وه خونن تا د صلیب لاره عقیدتا هم ونیوله نور نو د خپل هلاکت انتظار کوه او دا وخت بیخي نږدې ده ان شاء الله .

















