جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د قطر غونډې ولې اوږدې او پېچلې دي؟؟

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 29, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
153
ځلې شریک شوی
80
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ليکوال: غورځنګ

امريکا او طالبان تقريباً له اتلس کلنې جګړې وروسته نږدې تېر کال د مذاکراتو پر مېز سره کېناستل، د دې دواړو تر منځ مختلفې ناستې تر سره شوې چې هر  څوک يې پايلې د ځان لپاره ګټورې بولي، خو تقريباً له پنځو ناستو وروسته لا هم دواړه خواوې نتيجې ته نه دي رسېدلي او خلک هم دې ته په تمه دي چې ګډه اعلاميه به کله نشرېږي يا هم د سولې عملي اقدام به کله تر سره کېږي؟

د عامو خلکو ذهنيتونه خو يوازې د سولې په اړه وي او وايي چې خدای دې سوله وکړي  تر څو امن او امان راشي، د هر چا سر او مال خوندي وي، يو بل ته ضرر ونه رسول شي او مرګونه او بې ځايه وژنې ودرول شي.

مګر سوله بيا ډېر ژور مفاهيم لري. خو دلته به يې په دې خبرې وکړو چې د قطر د دفتر خبرې اترې يا هم سوله ييز مذاکرات ولې ځنډېږي؟

د قطر په دفتر کې چې کومې خبرې اترې روانې دي اوږدې او پېچلي دي خو شايد نورې هم پېچلې شي، د دې لپاره چې دا خبرې اهمې او پېچلې دي نو طالبانو هم خپله نيمه رهبري شورا هم د دغو خبرو لپاره په ګډون کوونکي پلاوي کې شامله کړه، همداشان امريکايي استازي هم د زلمي خليلزاد په مشرۍ هرې خواته سفرونه پيل کړي دي او د هرې غونډې لپاره ځانته ځانته تياری کوي، دغه رنګه له هرې غونډې وروسته دواړه لوري استازي خپلو مشرانو ته د تر سره شوې غونډې جريان وايي. تر څو له خپلو مشرانو څخه مستقيم هدايات واخلي.

په دې غونډو کې که څه هم  د امريکايانو د وتلو خبره تر ټولو مهمه خبره ده  او د غربيانو لپاره بيا سره کرښه له ائينده افغانستان څخه د امريکا او نورې اروپا ته د ګواښ نه پېښول دي، خو د دې تر څنګ يوه بله مهمه موضوع د افغانستان لپاره د اسلامي نظام په رسميت پېژندل دي، ووځي. نو خبره د ائينده افغانستان وه چې د افغانستان راتلونکی اسلامي نظام بايد امريکا، ملګري ملتونه او نوره نړۍ په رسمياتو وپېژني او بيا به څوک هم پرې اعتراض نه کوي، همداشان له افغانستان سره د نورو هېوادونو راتلونکې اړيکې هم په دې غونډه کې مطرح کېږي چې په دې اړه بايد امريکا هېڅ کار ونه لري يعنې د افغانستان راتلونکی اسلامي نظام په هر اړخ کې خپلواک وي او هېڅ ډول خطر به ورته نه پېښېږي.

همداشان دا هم ويل کېږي چې په دغو غونډو کې به د ترورېزم تعريف او پېژند هم معلوم شي. ځکه چې اصلاً کوم څه چې امريکا يې ترورېزم نوموي هغه په اصل کې د خپل دين، هېواد او ملي نواميسو دفاع ده چې دا د هر انسان مسلم حق دی. مګر د دې بر عکس امريکا په خپله په ترورېزم اخته ده او هغه اعمال چې په اسلامي نړۍ کې يې امریکا او نور اروپايان تر سره کوي په اصل کې د ترورېزم عملونه دي.

نو که د ترورېزم تعريف حقيقي معنا ومومي،  کېدای شي چې نور د اروپا او امريکا لاسونه له اسلامي ممالکو څخه لنډ شي.

نو د دې لپاره چې موضوعات ډېر پېچلي او مغلق وو، د دې لپاره روانې غونډې هم د وخت له اړخه اوږدې او د موضوعاتو له مخې پېچلې وي، او کېدای شي دغه پېچلوالی يې نور هم دوام ومومي.

لوی ټکي: امريکايانطالبانغونډهم‍ذاکرات
مخکینې مطلب

جموکشمیرکې د وسلوالو او هندي ځواکونو ترمینځ جګړې شوي

بل مطلب

په فارياب، هرات او بادغيس کې د سيلابونو له امله شل تنه وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com