لیکوال : امین وردګ
زموږ هدف صلح ده ، هغوی چې د صلح مخالفت کوي ؛ په اصل کې د افغانستان دښمنان دي !
راځئ چې صلح وکړو!
راځئ چې اصلاح راولو !
ظلم ته به د پای ټکی کېږدو ، فساد به له مینځه یوسو ، غلا ، زنا ، لواطت ، غيبت ، بهتان ، دروغ ، غصب ، د هلکانو ساتل ، د نجونو ګډوول ، سګجنګي ، مرغ جنګي، زنجنګي، خرجنګي، خانه جنګي او داسې نور …..منحوث کارونه به هم له مينځه یوسو !
دا به څنګه وړو ؟ په خپله خوښه خو هغوی تر یوه عمل هم نه تیرېږي !
که یې په زور شړو او یا جزا ورکوو ؛ خو بیا جګړه شوه ؛ نو څرنګه به اصلاح راولو ؟
بس یو فکر به وکړو ؟
اې خلکو !
په الله مې د قسم وي ؛ چې زه د صلح پلوی یم ؛ جګړه د هېچا په ګټه نه وي او هغه خلک چې د جګړې په تداوم خوښ وي ؛ هغوی اصل کې د مافياوو کارکوونکي دي.
ځينې افغانان ما ته ایمېلونه کوي او یا مسیجونه را لېږي او راته لیکي : (امین وردګ !) تاسو ته په الله قسم درکوم چې د سولې د پاره کار پيل کړئ !
نو زه هغوی ته په ځواب کې وایم ؛ چې وروڼو ! تاسو ته د الله د خیر بدل درکړي چې د خیر تکل لرئ ؛ نو زه هم قسم درته کوم ؛ چې د صلح پلوی یم نه د جګړې او غواړم چې زموږ په ګران ملک کې بنیادي صلح راشي ؛ مګر له تاسو یوه پوښتنه کوم که يې راته ځواب کړئ !
کله چې په مکه مکرمه کې د الله نازولی (حضرت محمد صل الله علیه و آله و سلم) په پیغمبرۍ مبعوث شو ؛ ده ولې په مکه کې ځانګړې ډله جوړه کړه ؟
د مکې مشرانو خو له ده نه یوازې دا غوښتل ؛ چې زموږ قوانين مه ماتوه ! قریش چې کله سره راټول شول نو ابوجهل د رسول الله (صل الله علیه و آله و سلم) فقط وژل غوښتل ؛ مګر عتبه (چې په دوی کې هوښیار ؤ) وویل : د خپل سړي وژل ننګ دی ! نو باید د هغه خبرې واورو ؛ چې دی څه غواړي !
که زما منئ ؛ نو زه به ورشم او یو ځل به د ده غوښتنې واورم او بیا به د صلح وړانديز ورته کړم ؛ که ده هر ډول شرطونه کېښودل ؛ موږ به يې ورسره ومنو ؛ تر څو د قریشو نوم بد نه شي (چې خپل نفر يې ووژولو او د خپلوئ خاطر یې و نه کړ) ، د قریشو اتفاق له مینځه لاړ نه شي ، د قریشو قانون مات نه شي ؟
نو ټولو (پرته له ابو جهل نه) ورته وویل ؛ چې بلکل زموږ هم همداسې خوښه ده ؛ وژل یې نه دي مناسب ځکه چې خپل سړی مو دی ! آخر ابوجهل هم د قام اتفاق مات نه کړ او سر یې د (هو) په توګه وښورولو خو دا یې وویل : هغه زموږ قانون له مینځه وړي !
بیا عتبه ورغی او په ډېره خوږه لهجه یې ورته وویل : اې ابن عبدالله !
موږ له تا سره صلح کوو او ته چې هر ډول شرائط لرې موږ ته منظور دي ؛ زه د ټولو قریشو په نمائندګۍ تاته راغلی یم ، زارۍ درته کوم ؛ په موږ او زموږ په اولادونو رحم وکړه ، په مکه کې هېڅ جګړه نشته او ټول خلک آرام ژوند کوي ؛ نو دلته جګړه او نفرت مه زيږوه ؛ که دنیا او دولت غواړې موږ يې درته را ټولو ، که مشري غواړې ؛ موږ د مشر ټاکو او که د په ټولو قریشو کې کومه ښائسته نجلۍ خوښه کړي وي هم يې درته په نکاح کوو او که کومه بله غوښتنه لرې هم یې ووایه ؟
ده مبارک ورته و فرمايل : زه له ځان نه هېڅ پرېکړه نه کوم ، ماته چې هر څه زما الله وايي همغه کوم !
نو عتبه نهيلی روان شو او بیا ابي طالب ته ورغی او هغه ته يې زارۍ وکړې ؛ چې په قوم رحم وکړه او دغه وراره ته د نصیحت وکړه چې دلته شورش مه جوړوه او قریش په توکړو ـ توکړو مه سره وېشه !
بیا هغه ورغئ ورته ویې ویل : په موږ رحم وکړه ؛ ګوره قریش ټول یوه خوله شوي او موږ له هغوی ټولو سره د جګړې توان نه لرو ؟
ده مبارک بیا هم همغه خبره ورته وکړه چې عتبه ته يې کړې وه !
بیا ابو طالب ورته وویل : په ټول توان به زه تا چاته یوازې پرېنږدم ؛ چې یو وېښته د لا رانه کش کړي ( سره له دې چې ابي طالب د قریشو په دین ؤ او اسلام يې تر پایه را هم نه وړ مګر له نازولي نبي نه یې کلکه دفاع وکړه ؛ غیرت يې لرلو !)
یو ځل ابو جهل د الله نازولی نبي په لاره کې پورېوهلو او بدې خبرې يې ورته وکړې ، بیا د ده مبارک تره (حضرت حمزه رض) چا را خبر کړ ؛ چې ابوالحکم ستا وراره ته سپکې سپورې وکړې !
دی د کفر په حالت کې ورغی ، عمر ابن هشام (ابو جهل / ابوالحکم) یې له کوره را وایست ، بیا یې یوه پخه څاپېړه په دې مخ وواهه او ورته ویې ويل : که څه هم چې زما او ستا دین یو دی مګر محمد (ص) زما وراره دی ، بل وخت پام کوه نجسه !
بیا ګورئ تر دې پورې و رسېدله ؛ چې ابو جهل خپل ټول وحشت ښکاره کړ او په مسلمانانو يې هر ډول ظلمونه تر سره کړل ؛ آن تر دې چې ټولو مسلمانانو مکه پرېښوده او مهاجر شول مګر هلته هم آرام نه دي ناست ؛ له هغه ځایه يې په قریشو بريدونه پيل کړل ؛ تر دې چې مکه يې بېرته فتح کړه ( څو يې چې مکه نه وه فتح کړې په بل هېواد يې حمله هم نه کوله !)
هلته به هم قریشو دغه مؤمن مجاهدين د هر چا غلامان بلل ، پېغورونه به یې ورکول ؛ چې تاسو د پرديو د پاره خپل وژنئ ، وګورئ اصیل قریش په مقدس ځای کې ژوند کوي او تاسو په مدينه غوندې خراب وطن کې اوسېږې (په اول کې د مدينې هوا ډېره خرابه وه بیا د الله نازولي دعا ورته وکړه ) همدا ستاسو د نفاق او بغاوت نښه ده ؛ چې موږ په مکه کې آرام پراته یو او تاسو په مدينه کې له لوږې په نسونو پورې کاڼي تړئ !
دا به يې هم ورته ویل ؛ چې تاسو د حبشیې پاچا (نجاشي) او دروم پاچا (هرقل) د خپلو ګټو د پاره کاروي او د مدينې خلک هم غواړي چې د مکې اداره او د قريشو وقار پایمال کړي او هغه دروند نوم يې له مینځه یوسي ، بیا خپل نفوذي خلک ورباندې حاکمان کړي.
تر دې چې له ډېرې غوصې يې بیا د مدینې د له مینځه وړلو د پاره داسې اشر وکړ ؛ لکه نن چې د نړۍ ټولو کفارو افغانستان ته کړی؛ دلته یې هم ځینې ناپوه افغانان ورسره ملګري کړي ، هلته یې هم د مدينې منورې یوه قوي کورنۍ (بنوقریظه) ورسره ملګري کړي وو.
نو اوس تاسو ووایئ چې نو د الله پيغمبر ولې له قریشو سره سوله نه کوله ؟
مګر که تاسو وایئ چې د حديبیې صلح !
نو وا د الله ړندو ؛
تاسو د هغې صلح زمان ، مکان ، اعجاز ، لامل ، حکم او نبوي امر ته ولې سر نه ور ښکاروئ !
کور مو له ګندنې ډک شه ؛ په همدغو ناپوهیو کې به په شيطاني لومو کې هم تاسو ژوند تېر کړئ او هم ستاسو اولادونه.
نو خبره دا ده ؛ چې موږ صلح غواړو او چې صلح نه غواړي هغوی اسلام هم نه غواړي ؛ خو د حکمتیار صاحب تسلیمۍ ته موږ صلح نشو ویلای او هغه صلح نه ده کړې ؛ بلکې ځان یې تسلیم کړی ، دا به بیا وخت تاسو ته وښيي ان شاءالله ؛ فقط ځير شئ ورته چې دغه سپېره څه کوي .
هو ! که یې سر و نه خوړ !
۲۰۱۷ می
















