خلیلزاد: حکومتي چارواکي دې طالبانوسره په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۸ ل)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هیله ده ژر د جګړې اور سوړ او اوربند اعلان شي. هغه دغه راز ویلي، دی غواړي چې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان په دوحه کې سره کېني او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په ګډه یوه پرېکړه وکړي. بي بي سي د نوموړي له قوله ویلي، د سولې د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې طالبانو او د امریکا حکومت پورې اړه لري، خو له دې ورهاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي. هغه ویلي اوس ددې وخت دی چې  پر یوه پلان کار وشي او له مخې یې ښکیلې غاړې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي او اوربند وشي. خلیلزاد زیاته کړې امریکا له سولې وروسته هم افغانانو سره ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي. هغه ویلي دده هڅه دا ده چې تر ټاکنو مخکې سوله وشي او دا هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

داپه داسې حال کې ده چې دامریکا ځانګړی استازی د اوو هېوادونو په سفر بوخت دی، نوموړی به په څو ورځو کې دطالبانو مذاکراتي ټیم سره یوځل بیا په قطر کې جرګه شي، څېړونکي راتلونکې ناسته مؤثره او له لاسته راوړنو ډکه بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button