ډونالډ ټرمپ: د افغانستان جګړه بدمرغي او بې ګټې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۴)
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ويلي چې د افغانستان د تيرو نوولس کلونو جګړه بې ګټې او بدمرغي ده.
ټرمپ دغه خبرې په سپينه ماڼې کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په یوه غونډه کې کړي.
ټرمپ وويل، که څه هم لويديځ په افغانستان کې په وروستيو کې پرمختګونه لرلي خو په وينا يې په دغه هيواد کې له نوولس کلونو راهيسې جګړه روانه ده چې بدمرغي او بې ګټې ده په وينا يې ” اوس موږ ډېر ګامونه اخېستي او ډېر څه دغلته دا مهال په مثبت خوا روان دي”.
دغه راز ټرمپ ويلي، چې هيواد يې د ناټو تړون ته ژمن دی او پر ځينو هيوادونو، په ځانګړي ډول په جرمني يې نيوکه وکړه چې په ناټو کې مالي لګښتونه کم ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه د ناټو غړيو هيوادونو لوړپوړيو ديپلوماتانو او د بهرنيو چارو وزيران په واشنګټن کې د افغانستان، رسویې، ترکيې او اوکراين په اړه بحثونه وي.
امریکا دا مهال له طالبانو سره پر دې بحث کوي چې په دغه هيواد کې څه ډول جګړه پای ته ورسوي او تر دې مخکې د دواړو خواوو څو پړاوه خبرې هم شوي دي.
څه موده مخکې د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي و چې ناټو افغانستان ته له امریکا سره په ګډه راغلې او د بيرته وتلو پر مهال به هم په ګډه ووځي.
ټرمپ د خپل ولسمشريز کمپاين پر مهال هم د افغانستان له جګړې سره مخالفت ښودلې او ډير کله يې به خپلو ويناوو کې دغه جګړه بې ګټې او بې ځايه بللې ده.



