(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۴)
ملګرو ملتونو په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي د اقليم د بدلون، شخړو او اقتصادي بې ثباتيو له کبله د نړې ۱۱۳ ميليونه کسان د غذايي بې ثباتۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د غذايي موادو او کرهڼې ادارې له خا هر کال د “غذایي موادو د کړکیچ نړیوال راپور” خپريږي چې پکې راغلي افغانستان کې ۷،۶ ميليونه کسان د جګړو او نا امنیو له امله غذايي خونديتوب نه لري.
راپور زياتوي، د نړې ۵۳ هيوادونه د غذايي موادو له کمښت سره مخ دي چې یمن يې په سر کې دی بيا کانګو او ورپسې افغانستان دی چې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان نهه دير فيصده نفوس په فقر کې ژوند کوي او لا هم د دغه هيواد لس ميلیونه خلک روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.
شاوخوا درې ورځې مخکې د افغانستان د احصايې او معلوماتې ادارې د یوې ترسره کړې سروې په پايله کې ويلي و چې دا مهال دوه پنځوس سلنه افغانان په لوږه کې ژوند کوي چې اته پنځوس سلنه يې بېوزله او کم عمره ماشومان دي.
افغانستان سره د تير اتلس کلونو په موده کې په بيلابيلو برخو کې زياتې مرستې شوي خو دغه مرستې د فساد او بې غورۍ له امله چور شوي او د راپورونو پر بنسټ چې د چارواکو او مسؤولینو جيبونو ته تللي.
که څه هم د ملي يووالي حکومت د خپل حاکمیت په لومړيو کې ژمنه کړې وه چې خلکو ته به کار پيدا کوي او بې وزلي، فقر او بې کاري به له منځه وړي خو لا هم سلګونه زره افغانان په بې کارۍ او فقر کې ژوند کوي چې ډیری يې په سختو لارو د هيواد پريښودو ته اړ کيږي او د کارونو لپاره په قاچاقي لارو نورو هيوادونو ته ځي.


















