فارن پاليسي: افغانانو لپاره به هغه ورځ د لمانځلو وي؛ چې بهرنيان يې له هيواده وځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۵)
له امریکا خپريدونکې فارن پاليسې نشريې د افغان سولې په اړه یوه مقاله خپره کړې وايي، افغان حکومت به بريالی نه شي چې طالبانو سره په یوازې ځان سولې ته ورسيږي.
په مقاله کې راغلي، د ډيرو افغانانو لپاره به هغه ورځ د لمانځلو وي؛ په کومه ورځ يې چې بهرنيان له هيواده ووځي.
یاده مقاله د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير حکمت خليل کرزي ليکلې چې په وينا يې امریکا له طالبانو سره مستقيمې خبرې کوي او په عين حال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو خبرې هم کوي چې دواړه مهم پرمختګونه دي.
د ليکوال په وينا، امریکا او افغان سياستوالو له طالبانو سره خبرې روانې کړي خو دا ځکه پوره خبرې نه دي چې لا هم د حکومت استازی پکې ګډون نه لري زياتوي طالبانو سره په مخامخ خبرو او ګډ کار کولو فرصت بايد هيڅوک له لاسه ورنکړي.
فارن پاليسي ليکي، که امریکا له طالبانو سره په خبرو کې له افغان حکومت پرته پرمختګ هم وکړي ښايي په اخره کې له ناکامۍ سره مخ شي او يا هم يا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د ماتې او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو نوم ورکړل شي.
په اخره کې له افغان حکومت غوښتنه شوې چې د نفوذ لرونکو اشخاصو، سياسي مشرانو او شخصيتونو په هڅه دې د مذاکرې لپاره یوه ډله جوړه څو د سولې پروسې سره همکاري وکړي.



