د ناټو عمومي منشي: له امریکايانو سره يوځای راغلي یو؛ یوځای به اوځو
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۵)
د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي، چې له اړتيا پرته به يې ځواکونه په افغانستان کې پاتې نه شي.
نوموړي ويلي، ناټو ځواکونه د تل لپاره په دغه هيواد کې نه شي پاتې کیدلای “مونږ افغانستان ته له امريکا سره په ګډه تللي یو او د وتلو پريکړه به هم په ګډه کوو”.
سټولټنبرګ ويلي، موږ تر اړتيا زيات وخت په افغانستان کې نه پاتې کېږي له امریکايانو سره یوځای هغه هيواد ته تللي يو او يوځای به وځو.
په وروستيو کې امریکا له طالبانو سره خبرې روانې کړي څو له افغانستانه خپل پوځيان اوباسي.
دا مهال په افغانستان کې د ناټو شاوخوا اته زره او د امريکا متحده ایالاتو شاوخوا څوارلس زره پوځيان د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات کې ميشت دي چې د افغان پوځ د روزنې، هغوی ته د سلا مشورو ورکولو تر څنګ وخت ناوخت په هوايي بریدونو، شپنيو او ځمکنیو عملياتو کې هم برخه اخلي.



