بادغيس کې طالبانو پنځه پوستې او يوويشت عسکر ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۵)
د بادغيس ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې د پنځو پوستو د نيولو تر څنګ يې له شلو زيات عسکر نيولي او يو شمير نور وژل شوي دي.
طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه الاماره کې د نیول شويو عسکرو انځورونو خپاره کړي او په يوې خبرپاڼه کې يې ويلي چې د یادې ولسوالۍ په دفاعي پوستو د بريدونو په پايله کې پنځه پوستې طالبانو نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، په دغه حمله کې دولس پوليس وزل شوي، او د پنځو تنو کومانډويانو په شمول شپاړلس عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي.
طالبانو ويلي، د جګړې په پايله کې د پنځو امریکايي پيکاوو په شمول پنځه ويشت بيلابيل ډوله وسلې، پنځه د شپې دوربينونه، هاوان او په زياته اندازه مرمۍ او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼه کې د درې طالبانو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.



