ننګرهار: ګډو ځواکونو په عملیاتو کې يو ښوونکی ټپي او درې زامن يې وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۵)
د ننګرهار ولايت خوګياڼيو ولسوالۍ مربوط په نکړخيلو سيمه کې ګډو ځواکونو د يوه ښوونکي پر کور عمليات کړي چې د هغه د ټپي کيدو په شمول يې درې زامن ورته شهيدان کړي دي.
ځايي اوسيدونکي وايي، دغه عمليات تيره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ګډ ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ښوونکی معلم خان الله ټپي او د هغه درې زامن په ډزو وژل شوي دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر له خوا په خپره شوې خبرباڼه کې دغه عمليات تاييد شوي په وينا يې د ځانګړو ځواکونو له خوا په عملياتو کې يې پنځه طالبان وژلي او د يو سرګروپ په شمول درې تنه نور يې ژوندي نيولي دي.
خو د نکړخيلو کلي یوه تن اوسيدونکي نعيم کابل ټکی کام ته وويل، معلم خان الله ښوونکی او یو زوی يې په کلينيک کې دنده لرله چې د ځانګړو ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.
څو ورځې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون وياند بلال صديقي انديښنه څرګنده کړه چې په وينا يې په ورته ډول عملياتو کې تر ډيره ملکي خلک، کوچنيان او ميرمنې وژل شوي کيږي او کورونه يې بمباريږي.
که څه هم په وروستيو کې د بشري حقونو ځينو ادارو، طالبانو او يو شمير وکيلانو پر ملکي ميشت ځايونو د شپنيو عملياتو د بنديدو غوښتنه کړې خو ګډو ځواکونو لا هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی چې هره شپه پکې لسګونه ملکي خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اوړي.



