خلیلزاد که وای سرای نه وي نو څه دی؟
سرلیکنه
څه موده مخکې د امنیت شورا غړي محب پر خلیلزاد کلکه نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې خلیلزاد له ځانه وای سرای جوړ کړی دی او وای سرای د فرانسې د استعمار پر مهال په مستعمره هیوادونو کې د فرانسې هغه نظامي قومندان ته ویل کیده چې ټول واک به له هغه سره و.
خو د محب دې خبرې د امریکا حکومت غوسه کړ، او اعلان یې وکړ چې تر دې وروسته به د امریکا هیڅ یو چارواکی له محب سره لیده کاته نه کوی او په تعقیب یې پر محب باندې امریکا ته د ورتلو او د ویزې ورکولو بندیز هم ولګاوه اخر خبره تر دې ورسیده چې په کابل کې به چې په کومه غونډه کې امریکایانو، محب ناست ولید نو سملاسي به یې غونډه تحریم کړه، آن څو ورځې وړاندې امریکایانو په ارګ کې د اشرف غني هغه غونډه هم تحریم کړه چې محب پکې راڅرګند شو.
مبصرینو او شنونکو هم په دې اړه مختلف نظرونه وړاندې کړل چا ویل چې محب ښې خبرې نه دي کړي او چا بیا محب یو اتل یاد کړ چې د امریکا پر وړاندې یې سپینې خبرې کړي.
ځینو نورو بیا انګیرله چې ګویا امریکا ځکه غوصه شوه چې خلیلزاد ته یې ولې د وای سرای نوم ورکړی، او فکر یې کاوه چې ګوندې امریکا د دې لفظ مخالفه ده او نه غواړي چې خلیلزاد دې رښتیا هم وای سرای شي.
خو اوس چې خلیلزاد تازه بیا کابل ته راغلی او له سیاسي مشرانو سره یې په لیدو کتو کې کومه غوصه او اکشن ښکاره کړی نو سیاسی مشرانو ته جوته شوې چې سړی رښتیا هم وای سرای دی او د وایس سرای کیدا حقیقت یې هغه مهال نور هم رښتیا ثابت شو چې حکومت ته یې امر وکړ ترڅو د انتخاباتو لپاره زر ترزره تیاری او امادګي ونیسي.
نو که وای سرای دا ډول نه وي نو نور به څه ډول وي؟



