بادغيس: طالبانو د آب کمري ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۷)
له تيرو څو ورځو راهيسې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ جګړه روانه ده چې تيره ورځ طالبانو د دغه ولايت په آب کمري ولسوالۍ هم بريد وکړ.
د بادغيس چارواکي او ولايتي شورا مني چې د مرغاب په جګړه کې لسګونه عسکر وژل شوي او شاوخوا پنځوس نور طالبانو ژوندي نيولي.
خو د مرغاب اوسيدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې سل عسکر وژل شوي او دوه سوه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
پرون راپورونه ورکول شول چې طالبانو د دغه ولايت په آب کمري ولسوالۍ هم بريد کړی امنيه قومندانۍ، د ملي امنيت رياست او یو شمير دفاعي پوستې يې نيولي دي.
خو نن د شنبې په ورځ طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرباڼه کې ويلي چې بيګا شپه يې د آب کمري ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ، د استخباراتو رياست او ټولې دفاعي پوستې په مکمله توګه نيولي او پکې ميشتو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې په پايله کې په زياته اندازه وسايط، وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.
د ولایتي شورا غړی محمد ناصر نظري د ولسوالۍ سقوط تاييدوي په وينا يې طالبان د دغه ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د پسرلنيو عملياتو اعلان نه دی کړی خو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې يې جګړه ګرمه کړې چې هره ورځ له دولتي ځواکونو پوځي مرکزونه- سيمې نيسي او تر خپل حاکميت لاندې يې راولي.
د راپورونو پر بنسټ دا مهال د افغانستان شاوخوا شپيته سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده او په پاتې سيمو کې هم فعاليت کوي.



