دبادغیس ولایت دآبکمري ولسوالۍ دوسلوالو طالبانو ترسختې جګړې لاندې راغلې، نن ماښام ددې ولسوالۍ په مرکز وسلوالو طالبانو حمله کړې چې دابتدایي معلوماتوپه اساس تردامهاله امنیه قومندانۍ، داستخباراتومرکز اونورمهم مراکز طالبانو نیولي، او اوس مهال جګړه دولسوالۍ په مرکز روانه ده، ګڼ شمېر عسکرواوپولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې پیښې دتایئد ترڅنګ دنور پېش رفت خبر هم ورکړی.
داپه داسې حال کې ده چې دبادغیس بله ستراتېژکه ولسوالۍ بالامرغاب هم ترکلکې محاصرې لاندې ده، ډېری پولیسوته مرګ ژوبله اوښتې،یوشمېر وسلوالو ته تسلیم شوي، اوپاتې عساکرو سره دتسلیمۍ خبرې روانې دي